سرليکنه\داره
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴
افراطیت تر خپل حد تېري ته وايي، داسې تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعې پر حقوقي حریم د بې منطقه توجیهاتو په زور تجاوز وشي؛ نن که اکثره اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان ته لږ په دقت وګورو نو د همدغه وړ افراطیت له وحشت سره لاس وګرېوان دی.
افغانستان خو ځکه تر هر بل ځای سخت افراطیت ځپلی دی چې له یوې خوا یې خپله په کور دننه کې خپل یو شمېر بچیان د ټیټ شعور له امله د ژوند په هر اړخ کې په افراط معتاد شوي او له بلې خوا یې بې سره سرحدونه د ګردې لېونۍ دنیا د افراطیونو پر مخ خلاص او هغوی هره لحظه په ډېره اساني سره، چې زړه یې وغواړي هر ځای منحوس نفوذ کولای شي او د هر افغان انسان ژوند د هر ډول تباهۍ، آن مرګ له ګواښ سره مخولای شي؛ موږ هره ورځ د دغسې یوه متداوم او ناتمام وحشت شاهدان یو.
دا چې د افراطیت عوامل څه او زموږ ولس و ګران هېواد ته یې پايلې څه دي؟ ښایې په دې لنډ یادښت کې ټول سره و نه شو شمېرلای خو یو څو ته به یې سره تم شو، ګوندې وي چې د وطن د مور اصیل، باشعور او په ژبه پوه زامن مو یو څه ځیر شي او د یوې منطقي همږغۍ په رامنځته کولو سره و کولای شو د اعتدال پر یوه انساني لار سره روان شو، د هر ډول افراطیت مخه خپله سره ونیسو او خپل ځان و جانان افغانستان له روان بحران او ممکن سقوط څخه وژغورو:
یو- د افراطیت یو اساسي ترین علت بېکاري او د وګړو اقتصادي ستونزې دي، کله چې انسان په اقتصادي بحران کې پساویږي بیا نو هغه په ډېره اساني سره د هر ډول بدبختیو او ناځوانه ښکاریانو ښکار کرځي، له دغسې بېوسو او فقیرو کسانو څخه د دنیا له هره سره لېونۍ افراطي کړۍ ښه بېغمه استفاده کولای شي؛ که په تاریخ کې مطلق اکثریت جګړه مار په ژور نظر و ځیرل شي نو هغوی به له ډېرو غریبو کورنيو سره تړاو ولري او د جنګو پر ډګرو به چنداني د شتمنو او مشرانو شیرین اولادونه و نه لیدل شي؛ حضرت علي (ک) ته منسوبه مقوله ده چې: وږی انسان ایمان نه لري.
دوه- د واکمنو استبداد، دولتي فساد او له اساسي حقونو څخه د خلکو محرومیت یې بل لوی لامل دی؛ که د افراطي جنګیالیو ژوند دقیق تحلیل شي نو ژر به و موندل شي چې اکثره یې له هغو هیوادو سره تړاو لري چې هلته مستبد او فاسد حاکمیتونه خپل قهرو غضب چلوي او د بیان و نظر د آزادۍ پښې و لاسونه د دکتاتورۍ په زرو زولنو تړلي وي.
درې- دیني ایډيولوژیک جریانونه له دین و مذهب څخه د ناوړي سیاسي استفادې په صفت هڅه کوي چې خلک د افراطیت په نا علاجه میکروب لتاړ کاندي او دا یوه ډېره اسانه و ارزانه وسیله ده چې په پټو سترګو خپلو ناروا سیاسي اهدافو ته په رسېدلای شي، لکه د اروپا په توره دوره کې چې عیسوي پاپانو دغسې جنایات مشروع ګرځولي ول او د دین په زور یې ځانونه د جنت و دوږخ مالکان ګڼل، پر خپله طبع برابرو وګړو ته به یې د جنت کیلۍ ډالۍ کولې او سرکښان به یې راساً جهنم ته استول، معتقدو عیسویانو به دا هر څه د جهالت یا هم مجبوریت له مخې پسو غوندې منل؛ نن د یویشتمې پېړۍ په رڼا کې ټیک هماغه چل- ول په بېچاره افغانستان او یو شمېر نورو جهالت ځپلو اسلامي ممالکو کې روا او روان دی.
څلور- بېسوادي یې بل غټ سبب دی، طبعاً چې ناپوه او جاهل بني آدم د خیر و شر یا ښه و بد د تفکیک لپاره نه د تحلیل قوه لري، نه دغسې یوه تحلیل ته ضرورت ویني او نه هم د بل چا علمي منطق و استدلال ورته د منلو وي، دوی چې دهر چا په لاس ورغلل نو هر ډول یې رقصولای، ځغلولای، لوبولای او وژلال شي؛ له بده مرغه زموږ ټولنه چې د بې علمۍ په بلا اخته ده، زیات و کم ۶۵٪ نفوس مو ځوان قشر جوړوي او دا ستر بشري ځواک دی خو دغه ځواک په افغانستان کې د ننه په کوم قانوني وسیستماتیک چوکاټ کې راټول و کنټرول نه دی او نه یې هم د معیاري تعلیم و تربیې لپاره کوم دقیق پلان و پروګرام شته، هغه دی چې د افراطي ګروپو لپاره تیار د سوخت مواد دي، چې څنګه یې زړه غواړي هماغسې یې سوځولای شي او موږ نژدې څلوېښت کاله کېږي چې د دغسې سوځېدو ننداره په پنځو حواسو کوو! کله چې زموږ د پوهنې وزیر ډاکتر غلام فاروق وردګ د اته سوه میلیونه ډالرو په رقم د افغان کوشنیانو د ښوونې و روزنې د حق په خوړو متهمېږي نو هلته به څنګه علمي پر مختګ ته لار اواره شي؟ لویه بدمرغې خو لا دا ده چې د دین و مذهب په نوم مو په ښکاره د تعلیم و مکتب او علم و فرهنګ پر ضد د تبلیغاتو غوغا پورته ده او د خدایتعالی فرض کړه شوی علم، کفري پدیده ګڼل کیږي. (نعوذ بالله)
پنځه- د دنیا ستر استعماري و پراختیا غوښتونکي هیوادونه هم په هغو جغوافیو کې د افراطیت ځنګلونو ته اوبه ورکوي چې دوی پکښې ظالمانه هدفونه لري؛ دې نقطې ته جدي توجه په کار ده، که په افغانستان کې د پراخ جهالت په نتېجه کې بې سرحده افراطیت، جنګ او بحران نه وای نو امریکا به دغې منطقې ته په کوم منطق را داخلېده؟ په هېڅ!
کله چې امریکا د یوه نړیوال یوازني ابر ځواک په توګه غواړي د نړۍ په هر کونج کې غوبل جوړ کاندې نو هلته باید مخکې له مخې د افراطیت و بحران زمینه موجوده وي یا یې په لوی لاس رامنځته کړي او په نتیجه کې یې ښه اسانه، د بشر دوستۍ، ډیموکراسۍ، بیا رغونې، حکومت جوړونې او قانونیت په نوم، پر سرونو و ذهنو د تسلط تلپاته ګامونه کښېږدي، ټیک همدا کار يي په افغانستان کې وکړ، تاسو یو څه سم دغې مسلې ته پام وکړئ! که په افغانستان کې د طالب و مجاهد په نوم د افراطیت بحران نه وای نو امریکا به پر دغې سیمې په کوم جواز یرغل کولای؟ په هيڅ! همداسې یې در واخله په منځني ختیځ او نوره نا آرامه اسلامي نړۍ کې عیني ډرامه!
همدا اوس هم همدغه د امریکا، غرب او کفر په وړاندې جنګېدونکي افراطي پوټنشیل همدغه استعماري یرغل ته دلته د راتګ و دوام پخه زمینه سازه کړې ده خو د چا سر به په خلاصوې؟ دا ډېر جالب او جدي پاراډاکس دی چې زموږ روشنفکر ظرفیت (که چیري وي) بايد ډېر زیات تمرکز پر وکړي او د خپلو خلکو سرونه ښه سم ور خلاص او د خلاصون لپاره یې علمي لارې- چارې وسنجوي؛ ودان افغانستان ګوند د دغسې یوه سنجش ادعا ده، هیله ده چې وطنپرست افغانان علمي بحث ته راسره پر کښیني.
دا د افراطیت پنځه کلي عوامل ول، کېدای شي نور یې هم سړی و شمېرلای شي او د دې مسئلې ریښې خورا ډېرې او پېچلتیاوې یې د علمي غور وړ دي او دا غور د ژمنو انسانانو رسالت دی.
مخ په وړاندې د خپل رسالت اداینې پر خوا!
To the Taand editorial board,
I am very pleased reading your published articles. I really like and appreciate by doing this noble job. I really want to contribute in months to come. At the moment I am engaged in some academic works but surely will extend my hand to support for the social upliftment.
With best regards, Hamid