اوس له پخوا سره ډیر توپير لري، ځکه اوس افغانان په دې پوه شول چې په افغانستان کې جګړه د پردیو موخو لپاره ده او هیڅ اسلامي اړخ نه لري، د جګړې سوداګر مشران پردي اولادونو باندې د بهرنیو هېوادونو ګټې ساتي او خپلو اولادونو ته یې په بهرنیو هېوادونو کې اسوده ژوند جوړ کړی او زده کړې پرې کوي.
د افغانانو ویښ والی د راتلونکي په تړاو باور زیاتوي چې دا ولسونه به ځانونه حتما له سخت دریځۍ خلاصوي او نور به هغه جګړې ته د پآی ټکی پيدا کوي چې کلونه پکې افغانستان د پردیو د ګټو لپاره د اسلام په نوم قرباني شول.
په ننګرهار، کابل، هلمند، پکتیا او کندهار کې د افراطیت پرضد د ولسونو حرکتونه په تېر څلويښت کلن تاریخ کې بې ساري دي، که څه هم د دې حرکتونو د نوم بدولو هڅې کیږي چې ګنې ارګ، امنیت شورا او یا هم ملي امنیت یې تر شا دی، خو په دې ډول تبلیغاتو هم دا ولسونه نه شي تیر ایستلی.
دا ولسونه له جګړې ستړي دي او هر هغه اعتراض کې به برخه واخلي چې د سولې په ملاتړ او جګړې پرضد جوړیږي، دا حرکتونه سوچه ولسي دي او ګډونوال یې اکثرا د دې جګړې قرباني دي او نه غواړي چې نور افغانان قرباني ورکړي.
تر دې وړاندې به ویل کیدل چې افغان حکومت د سولې په تړاو ښکاره دریځ نه لري، خو د کابل او تاشکند کنفرانس کې افغان حکومت خپله جامع طرحه افغانانو او بهرنیانو ته وړاندې کړه چې د حکومت په ګډون ولسونو لپاره هم په افغانستان کې سوله لومړیتوب لري او په هر قیمت چې کیږي افغان حکومت حاضر دی چې دا جګړه ختمه کړي.
په سوله کې د ولسونو ونډه زیاته مهمه ده، خو تر دې وړاندې ولسونو دا ډول جرات نه و کړی، کله چې ولسونه پوه شول چې سخت دریځي او ترهګر راڅخه یو ـ یو وژني، نو ښه دا ده چې د ترهګرۍ او افراطیت پروړاندې راپورته شي او نور له وسله والو ډلو غوښتنه وکړي چې د جګړې پرځای له سیاسي لار اهداف تعقیب کړي.
له دې هم سترګي نه شي پټیدلی چې ترهګرې ډلې بهرني هېوادونه تمویلوي او روزي، نو جګړه او سوله به هم د هغوی په خوښه کوي، خو له دې هم سترګې نه شي پټیدلی چې د ولس زور د خدای زور دی او کله چې ولسونه په هرې موضوع پسې په اتفاق راپورته شي، نو بیا یې هيڅ ځواک هم مخه نه شي نیولی.
که څه هم د هلمند پرلت ته طالبانو ځواب ورکړی چې د دوی خواته دې نه ورځي او دا پرلت یې هسې بې ځایه هڅه بللې، خو هلمندیان د طالبانو له دې خبرداریو سره ـ سره پریکړه کړې چې طالبانو ته به ورځي او د سولې پيغام به ور وړي.
طالبانو په اعلامیه کې له معترضینو او سوله خوښو غوښتي چې د امریکایانو بیسونو ته دې ورشي، خو په داسې حال کې چې ولسي وګړي د همدې طالبانو د جګړې او چاودنو قرباني دي.
د هلمند خلک وروسته له هغې راپورته شول، کله چې په ګرشک کې چاودنې لسګونه کسان مړه او ټپيان کړل، دا کار طالبانو کړی و، نه امریکایانو، هلمند کې تر دې وړاندې کابل بانک باندې برید کې یو نیم سل هلمندیان مړه او ټپیان شول چې مسوولیت یې طالبانو منلی و.
نو هلمندیان اوس په دې پوه شوي چې طالبان دي چې د همدوی وژني او سوله باید هم له طالبانو سره وشي، کله چې طالبان سوله وکړي، یا اور بند وکړي، د امریکا لپاره دلته د جګړې پلمه نه پیدا کیږي او بیا امریکا نه شي کولای چې په کلیو کې بمبار او ښارونو کې عملیات وکړي.
نو د ولسونو دا ډول حرکتونه د راتلونکي لپاره هیله بخښونکي دي چې سوله به حتمي راځي او یواځې حکومت نه شي کولای چې افغانان دې ارمان ته ورسوي، سوله کې د عامو خلکو ونډه ډيره مهمه ده او ولسونه کولای شي په دې ډول حرکتونو سره د سولې لار تر منزله ورسوي.