طالبان او داعش په دې فکر دي چې ټول خلک او په ځانګړي ډول دیني عالمان دې د دوی د جګړې غږ چې له سخت دریځۍ سرچینه اخلي بدرګه کړي او په دې جدي کار کوي چې ټول هغه دیني علماء له مخې لیرې کړي چې د سخت دریځۍ پرضد غږ پورته کوي او خلک د جګړې له مسیر او سرچینو خبروي.

دا هر څه چې دیني علماء کوي، کوم امتیاز ورته نشته، امتیاز یې یواځې غاړه خلاصیدل او مسوولیت ادا کول دي چې خلک خبر کړي چې وضعیت څنګه او جګړه د څه لپاره ده.

طالبان او داعش چې نن دیني علماء په نخښه کوي، وژني یې، ګواښي یې، ټپي کوي يې او په نورو برخو کې پرې د ژوند کړۍ راتنګوي، همداسې ورته ویل شوي چې له مخالف لوري (حق لوري) سره به مناظره نه کوي او نه به وخت ورکوي، ځکه که طالبان او داعش له دیني عالمانو سره کیني ژر قناعت ورکول شي چې طالبان او داعش اوس په سمه لار نه دي روان او د اسلام تر نامه لاندې د اسلام بنسټ نړوي او نوم بدی کوي یې.

د دیني عالمانو مسوولیت دی چې مسلمانانو او نورې نړۍ مذهبونو او ادیانو ته د اسلام اصلي تصویر وښيي او دا په ډاګه کړي چې نه طالب او نه هم داعش سخت دریځي د اسلام نماینده ګي کولای شي، اسلام د سولې او امن دین دی او اکثر مسلمانان د جګړو پر ځای د سولې پلویان دي، یواځې ځینې سخت دریځې ډلې چې بهرني هېوادونه امکانات او تجهیزات ورته برابروي، د اسلام له نومه ناسمه ګټه اخلي او تاوتریخوالی رامنځ ته کوي.

تاسو به لیدلي وي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې هغه دیني علما په نخښه شول چې د افراطیت پرضد یې غږ پورته کړ، شهید شویو دیني عالمانو نه د طالب نوم اخیسته او نه د داعش، یواځې د افراطیت پرضد یې غږ پورته کړ چې په اسلام کې نشته او اسلام د سولې او امن دی، خو دا چې د سخت دریځۍ غږ د طالبانو او داعشیانو کار خرابوي، نو د همدې لپاره هر هغه خنډ له منځه وړي چې د دوی پروژې تر سوال لاندې راولي.

افغان دولت یواځې له دیني علماووغوښتي چې په روان وضعیت کې خپل مسوولیت ادا کړي او هر هغه کار وکړي چې د دوی غاړه پرې خلاصیږي، دیني علماوو کې ځینې چې له طالب او داعش ویره لري چې ترور یې نه کړي، غږ نه پورته کوي، خو ځینې بیا چې خپل مسوولیت ادا کول غواړي، هغوی په ښکاره غږ پورته کوي، خو له بده مرغه چې طالب او داعش یې له خپلې ناولې مفکورې چې د بهرنیو استخباراتو په ګټو لړلې، ښکار کوي یې او په شهادت یې رسوي.

دا هر څه اوس ښکاره دي، اوس د څو کالو وړاندې وخت نه دی چې خلکو به اطلاعاتو ته لاس رسی نه درلود، اوس هغه وخت هم نه دی چې خلک به په افراطیانو پسې شاته په پټو سترګو تلل، او داسې وخت دی چې هر څه په ډاګه دي، د جګړې خط او د جګړې اهداف ښکاره دي او د دینی علماوو تر څنګ عامو خلکو هم درک کړې ده.

طالبان او داعشیان په افغانستان کې فکر کوي چې د زور له لارې به د خلکو غږ چوپ کړي، خو تراوسه په دې کار نه دي توانیدلي، هر هغه څوک په نخښه کوي چې د دوی خلاف غږ پورته کوي، خو بیا هم خلک اسلامي او ملي وجیبه ادا کوي او له ګواښونو او ننګونو سره ـ سره مخ پروړاندې روان دي چې د افراطیانو منفور او شوم اهداف خلکو ته په ډاګه کړي.

افغانستان کې په تېره شپاړس کلنه جګړه کې تاوانونه هم کړي او قربانیانې یې ورکړي، خو لویه ګټه یې دا کړې د خلکو ذهنونه د جګړې په تړاو خلاص شوي او په د جګړې په هدفونو باندې یې سر خلاص دی.

دا کاروان به مخ پروړاندې ځي او ژر ده چې د سخت دریځۍ لمن له افغانستان ټوله او هغه ډلې او اشخاص د سخت دریځۍ له سمندر خړوبیږي د وچکالۍ کلونه پرې راروان دی چې بیا به نه خلکو او نه هم هېواد او خپل خدای ته مخ لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *