پرون سه شنبې د ورځې له خوا د جمیعت اسلامي افغانستان په نوم یوه اعلامیه خپره شوه او په هغې کې د استاد عطا محمد نور د لرې کېدو په اړه ډيرې توندې خبرې راغلې وې. وروسته بیا جمیعت اسلامي وویل چې دغه اعلامیه جعلي ده. د اعلامیې د جعلي توب تر معلومېدو پورې یو شمېر کسانو په فیسبوک کې په ډیر شدت سره د اعلامیې او جمیعت اسلامي ملاتړ وکړ خو وروسته چې د اعلامیې د ناسموالي خبر خپور شو، ځینو هماغو کسانو چې جمیعت یې ستایلی و، جمیعت په سازش، ډار او داسې نورو ځانګړنو تورن کړ او مایوسي یې څرګنده کړه.
د سه شنبې په ماخوستن ناوخته چې جمیعت اسلامي د رښتیا اعلامیه خپره کړه او اعلامیه تر ډیره حده تونده او تیزه وه، نو د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا جمیعت اسلامي ځینې دوآتشه ملګري پیدا کړي وو.
دا مثال مې د دې لپاره ورکړ چې که یوه ډله په یوه موضوع کې توند او افراطي دریځ خپل کړي، سمدستي یو شمیر ټینګ ملګري پیدا کوي خو برعکس که نرم او معتدل دريځ ولري، اکثره خلک یې دریځ سم ګڼي مګر د ملګرتوب کچه یې هم نرمه او معتدله وي او ډیر ټینګ ملاتړ نه څرګندوي.
یو وخت چا ویلي وو چې د دښمنانو په پیدا کولو کې زړه ور اوسه، دوستان به خپله پیدا شي. دغه خبره پاسني اجتماعي واقعیت ته په پام سره شوې وه.
په اسلامي دنیا کې به تر داعش یا طالب یا بوکو حرام بې لارې او ګمراهې ډلې ډیرې کمې وي مګر دغه هره ډله ځينې داسې پلویان هم لري چې د دوی لپاره انتحاري واسکټ اغوندي او له سرونو تیرېږي. دوی دغسې افراطي ملګري ځکه پیدا کوي چې په افراطي لاره مزل کوي.
خلک معمولا معتدلو شخصیتونو او ډلو ته رایه ورکوي او د ملک او ټولنې په خیر یې ګڼي خو له معتدلوډلو او شخصیتونو سره افراطي ملګرتوب نه کوي او بلکې د خپل ملګرتوب خبره هم یوازې په خپل زړه کې ساتي. دا یوازې افغاني ټولنه نه ده چې دغه ځانګړنه لري، د نړۍ په کابو هره ټولنه کې دغه وضعیت دی.
د دې وضعیت په نتیجه کې ځینې د قدرت او شهرت لیوال وهڅېږي چې افراطي دریځونه خپل کړي او په دې ډول د ملګرو او مریدانو یو ټولی ورڅخه چاپیر شي او د دوی د لیډرۍ تنده ماته شي. تاسې په تلویزیونونو کې وګورئ. هغه صاحب نظران چې نرم او معتدل غږیږي، ممکن ډیر طرفدار ولري مګر ډیر ټنیګ او وفادار ملګري نه لري، خو برعکس د افراطي نظرونو څرګندوونکو ځینې ټینګ ملګري پیدا کړي دي، داسې ټینګ ملګري چې دغو افراطي صاحب نظرانو ته ان د لیډرانو په سترګه ګوري.
که راشو بیرته جمعیت اسلامی او عطا محمد نور ته. په کومه ورځ چې ولسمشر اشرف غني د عطا محمد نور استعفا منظور کړه، تر ماښامه پورې یې عطا محمد نور غلی و او ګڼو دوستانو او ګوندیانو یې تر ډیره حده داسې تبصرې ورباندې وکړې چې د عطا محمد نور په ګټه نه وې. ځینو ورته وویل او ولیکل چې که چوکۍ نه وي هم پروا نه کوي او د ځینو نورو په نظر عطا نور باید استعفا نه وای ورکړې او ګویا دا د هغه د ساده ګي نخښه وه. په مجموع کې د جمیعت د پلویانو تبصرې، که د ولسشمر په ګټه وې یا نه وې، خو د عطا نور په ګټه چندان نه وې او ان د عطا نور خپلې لور ملیحې نور په خپله فیسبوک پاڼه کې د بلخ د نوي والي انجینر داوود عکس خپور کړ او هغه یې د خپل پلار یو دوست وباله.
کله چې د عطا محمد نور د استعفا د ورځې په ماښام عطا نور وویل چې استعفا نه مني، نو یو دم یې یو شمیر افراطي ملګري پیدا کړل او د عطا نور مخالف او افراطي موقف ته یې هوا ورکړه.
مطلب دا چې که یو څوک سیاستوال یا یوه سیاسي ډله افراطي دریځ خپلوي نو خامخا یو شمیر ټینګ ملګري او مریدان پیدا کولای شي او که دغه افراط د داعش یا طالبانو غوندې بیخي زیات او لا ډیر غیرمعقول وي نو دغسې سیاستوال او ډلې داسې ملګري هم پیدا کولای شي چې د خپلو افراطي مشرانو لپاره انتحار وکړي.
ما ښه یادیږي چې کله په افغانستان کې طالبانو انتحاري ملګري پیدا کړل نو ځینو فیسبوکي طالبانو به د انتحاري ملګرو ذکر په افتخار سره کاوه او ویل به یې چې طالبان چون په حقه لاره روان دي نو ځکه خو داسې ملګري لري چې د دوی د اهدافو لپاره له سرونو تیر دي. خو اوس چې په افغانستان کې تر طالبانو لا افراطي ډله یعنې داعش پیدا شوې ده نو ورځ په ورځ وینو چې د انتحار شوقي رواني ناروغان او افراطیان د طالب له صفونو وځي او له داعش سره ملګري کیږي. که څه هم طالب په عمل کې د افغانستان تر داعش شل، دیرش برابره ډیره ساحه او ډیر ملګري لري خو د انتحاریانو تعداد ورځ په ورځ په داعشي لوري کې زیاتیږي او دا ځکه چې داعش په توندو او افراطي عملونو کې تر طالب هم اړولې ده او که خدای مکړه سبا تر داعش هم افراطي او سرزورې ډله پیدا شي، نو تر ټولو افراطي کسان چې د خپلې ډلې د اهدافو لپاره به له سرونو تیر وي، له هماغه ګروپ سره وصل شي.
افراطي ډلې، افراطي نظریات او توند او تیز دریځونه همیشه یو شمیر افراطي پلویان پیدا کولای او د ځینو کسانو د قدرت تنده ماتولای شي. په دري کې متل دی چې تا احمق در جهان باقیست ،مفلس در نمی ماند، څو پورې چې افراط ته مایل کسان وي، نو د قدرت مفلسان هم وږي نه پاتې کیږي او ښه اسانه رهبري په لاس ورځي. په افغانستان کې په تیرو شپاړلس کلونو کې په سلګونو ځله والیان بدل رابدل شول او هیڅ والي ونه ویل چې تبدیلي یا برطرفي نه منم خو هغوی چې د قانون اطاعت کاوه او معتدل وچلیدل، افراطي طرفداران او مریدان یې پیدا نکړل او عطا نور پیدا کړي دي. عطا نور چې هم والي و او هم یې حکومت ته بد ویل او د حکومت د چپه کیدو اخطارونه یې ورکول، دا یې ساده ګي نه وه بلکې دی پوهیده چې غیرمعقول افراطي حرکتونه او اکتونه ورته یو شمیر جدي پلویان پیدا کولای شي چې بیا به د هغو په زور خپلو نورو مقصدونو ته رسیږي.
ځینو سیاستوالو او د قدرت تږو ته خو د افراطي اقداماتو ګټه رسیږي مګر سوال دا دی چې تاوان یې چا ته رسیږي؟ تاوان یې یوازې او یوازې د عام ولس په برخه دی. هغه طالب چې په کلي کې پل او سړک ړنګوي او د خلکو په دسترخوان باندې مفته ډوډۍ خوري، دی شاید دوهم او دریم واده هم وکړي او په کوټه کې هم د اوسیدو لپاره د آی، ایس، آی خاص کارت پیدا کړي. دغه شان عطا محمد نور او د جمیعت نور لیډران شاید د خپل اوسني افراطي دريځ په مټ ځینې نور امتیازات هم تر لاسه کړي او د بلندمنزلونو شمیر یې زیات شي مګر خلک به تاوان وکړي او طبعا د تاریخ قضاوت او د محشر په میدان کې الهي قضاوت بل ډول دی او د هر افراطي او عوامفریب په برخه کې یوازې او یوازې د دین او دینا مختوري په برخه وي.