د اکومیس نسل (genus Acomys) ده،  د منځنۍ کچې شخوند وهونکي ژوي دي، ځانګړنه یې نه قاتېدونکي تېره اغزن وېښته دي. غټې سترګې، اوږده غوږونه لري او د لکۍ کچه یې د بدن څخه لنډه یا هم له بدن سره برابره وي.
 
د (Acomys russatus) ډول یې له مصر څخه تر عربستان پورې پیدا کیږي، د بدن اوږدوالی یې تر ۲۵ سانتي متره (۹.۸ انچه) پورې رسیږي، او د لکۍ اوږدوالی یې تر ۷ سانتي متره پورې وي. د (Acomys subspinosus) ډول یې تر ټولو وړوکی ده، د بدن کچه یې تر ۱۰ سانتي متره پورې رسیږي او لکۍ یې تقریبا ۲ سانتي متره اوږده وي.
 
د افریقا اغزنې مږې هر څه خوړونکې دي، مختلف رنګونه لري، ځینې ډولونه یې خرما خوري، زیات ډولونه یې د شپې لخوا فعالې وي او ټولې په ځمکه کې ژوند کوي. ځینې یې په سهار او ماښام کې ډېرې فعالې وي.

په اکومیس نسل کې لاندې ډولونه شامل دي

Genus Acomys – spiny mice

Sinaistachelmaus
Photo by Marcel Burkhard alias cele

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *