African wild dog
د ډول علمي نوم یې (Lycaon pictus) ده، په انګرېزۍ کې ورته (Cape hunting dog, African hunting dog, or hyena dog) نومونه هم اخلي، د سپیانو د کانیدای کورنۍ له غړو سره یې توپیر په پښو کې ۴ ګوتې دي. وېښته یې لنډ دي، د بدن رنګ یې سپین، زېړ او تور ده. د بدن اوږدوالی یې ۷۶–۱۰۲ سانتي متره (۳۰–۴۱ انچه) پورې، د لکۍ اوږدوالی یې ۳۱–۴۱ سانتي متره او قد یې د مخکینیو پښو په ولیو کې ۶۰ سانتي متره (۲۴ انچه) وي، وزن یې ۱۶–۲۳ کیلو ګرامه (۳۵–۵۰ پونډه) پورې رسیږي.
لنډ اوربوز، پراخه شوی سر، اوږده ولاړ غوږونه لري. له ۱۵ تر ۶۰ پورې ډله په ښکار پسې ګرځي. د اومیندوارۍ موده یې له ۶۰ تر ۸۰ ورځو پورې وي.