د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط ورسته چې د افغانستان د نظام سقوط وه ، ملوک الطوایفي رامنځ ته د افغانستان واکداران هغه څوک شوه چې د افغانستان د ازادۍ او اسلامیت شعار یې تل پر ژبه وه ، خو کله چې دوی د واک بشپړي مرحلې ته رسیږي هغه زړه بوږنونکي جنایتونه کوي چې د بشریت په تاریخ کې يې کم ساری لیدل کیږي.
خلګ چې د دوی د وحشتونو ستړی شوی وه د دوی نوی ورژن طالبانو ته په دې هیله پناه یوړه چې سر ، مال او ناموس یې خوندي شي خو لکه څنګه چې ورژن نوی وه د استبداد انداز یې هم جدا وه ، دوی په دیني افراطیت او انحراف کې تر هغو خوارجو هم وړاندي وه چې د علي رض په خلافت کې یې ظهور کړی وه، چې بلاخره د یولسم سپټمبر د حادثې او تصادف په نتیجه کې دا ډله هم د واکه لیري او پر ځای یې بیرته د افغانستان نظام بعث او ولسواک جمهوریت راغلي. د نوی نظام په راتګ سره د ولس مړاوي هیلې بیا په غوړېدو شوې ، د یو با ثباته او د جنګسالارانو د منګلو وتلی افغانستان هیلې یې درلودې ، خو د خلګو په رایه راغلی حکومت ددې پر ځای چې د ولس هیلو ته مثبت و اوسي او ملي ګټې خوندی کړي د حکومت اکثریت د هغو جنګسالارانو په اختیار کې ور کړ چې ددې وطن هر کاڼي ترې ژړل.
ممکن د هغه وخت ولسمشر ښاغلی کرزي ددې ډلو په نارضایت کي د طالب د بغاوت تر څنګ چې نوی پیل شوی وه د بل بغاوت د راټوکیدلو ویره محسوسول ، داسي ښکارېده چي د ښاغلي کرزي په اندیښنه طالبان هم پوه شوی وه چي په ۲۰۱۲ کال کي يې واک ته د مجاهدینو د رسېدو د کلیزي په پلمه مجاهدینو (جنګسالارانو) ته په خطاب کي په یوې اعلامیې کي وویل چي که د دوی (طالبان) بغاوت نه وای حکومت به پخوا لا دوی د خپلو ادارو شړلی وای.
په واک کي ددغو جنسګسالارانو شمولیت به ظاهراً د ولسمشر کرزی اندیښنه د یو بل بغاوته رفعه کړې وه خو دا يې هېره کړې وه چې جنګسالاران هغه پخوانی جنګسالاران نه دي پاته ، دوی دومره شتمن شوی چې غرو ته د ختلو ګواښ یې یو افسانوي ډار وه ، خو د خلګو سره نور څه وه بیله رایې دا چې نصیب لار ځني جدا کړه ګناه د دوی نه وه.
نوی ولسمشریزي ټاکنې وې ، خلګو د ترهګرو د ګواښونو سره سره د سر په قیمت د خپل تقدیر د مثبت تحول دپاره د رایو تر محلونو ولاړل ، دا ځل یې هیلې د پخوا لا زیاتي شوی وې ، ځکه په رأس کې یو داسي کس ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ وه [ ښاغلی محمد اشرف غنی] چې په علمیت ، دانایي او ولسواک جمهوریت په سر سختي پلوۍ پېژندل کیدی ،خپله مسؤلیت یې تر سره کړ ، د یو مثبت تحول او تدام دپاره يې سرونه او د بدن عضلات نظرانه کړل ، خو یوار بیا جنګسالاران وتوانېدل چې جمهوریت بدنامه او د خلګو ارادې توهین او تحقیر کړي ، یو ایتلافي حکومت را منځ ته شو ، که څه هم د ولس پر هیلو خړ سېلاب تېر شو او زیات ناهیلي شوه خو ځنو نورو لا هم د مثبت فکر لار نیولې وه او دا یې د منتخب ولسمشر مجبوریت باله . خو پنځه کاله ورسته چې واک او قدرت او اختیار د ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني په لاس کې دی او د نړیوالو متحدینو کلک حمایت هم د ځانه سره لري ، د ښاغلی ګرزی غوندي د افسانوي ډار د خوبونو ډاریږي.
داچې هره ورځ ارګ د یوه نه د یوه جنګسالار مېلمه وی ښکاري داسي چې د ولسمشر راتلونکې دوره به بیا هم د مفسدو جنګسالارانو د ملي یوالی په نامه په حکومت کې د شتون شاهده وی او هغه د تېر په څېر به حکومت د ولس د هیلو پر خلاف لارو روان وی ،او ولس به یې هم هغسي په ناهیلو او دردمنو سترګو ننداره کوي.
په تېرو اتلسو کلنو کې په حکومت کې د جنګسالارانو شتون نه یوازې د هیواد د پر مختګ په لار کې اساسي خنډ وه ، ورسره یې د هغه بغاوت په تقویه کې اساسي رول ولوباوه چې د سلګونو زرو بې ګناه افغانانو ژوند یې واخستی ، که دوی بیا هم د حکومت برخه جوړیږي نو دا یقیني ده چې د جګړو اور به خپلي لمبې همداسي ګرمي ساتي بدبختانه.
اوس که ولسمشر د افغانستان خیر غواړي او د یو مثبت پرمختګ انقلاب هیله لری نو د افسانوی ډار د خوبه را پورته څلویښت میلیونه افغانان خپل او څو سوه جنګسالاران منزوي او د ځانه لیري کړي ، هغوی پریږدي چې د عدالت د ډاره د بغاوت چغي سورې ووهي ، او ملت د رفا او پر مختګ په لور خپل ګامونه نور هم ګړندی کړي.