پوهنتون مو د ننګرهار له فارمونو تازه کابل ته راغلی و. زموږ پوهنتون (دعوت و جهاد) جلوزو کیمپ کې تاسیس شوی و. خو پردی کټ تر نیمو شپو وي. کله چې د انصارو د حکومت ارمان پوره شو، کابل لوټې لوټې او وسوزیده، نو له تنظیمونو سره یې هم علاقه کمه شوه او له پوهنتون سره یې را وشړل.

زموږ پوهنتون لومړی د باریک اب فارمونو کې ځای پر ځای شو. داسې ځای کې مو لوړې زدکړې پیل کړې چیرته چې د تیرو حکومتونو په وخت کې فارمي غواګانو ژوند کاوه. خو تنظیمونو غواګانې غنیمت کړې او ځای یې موږ ته خالي شوو.

چې څنګه مو د څلورم ټولګي لومړی سمستر خلاص کړ، نو پوهنتون کابل ته انتقال شو او علوم اجتماعي کې دیره شو. دا د ( ۱۳۷۵) کال د وږي وروستۍ ورځې وې. دلته موږ دوه خوړنځي لرل. چې پر یوه به د محصلینو ګڼه ګوڼه زیاته وه، نو بل ته به لاړو. په هغه ورځ په یوه خوړنځي بیروبار زیات و. ملګري ته مې ویل راځه دې بل ته ځوو. هغه لا دوه ګامه نه وو اخیستي چې ټکنی شو، یو دم شا ته وګرځید. لکه مخ کې چې یې خښ شوی ماین لیدلی وي. ترې ومې پوښتل، همدومره یې وویل: نشم تلای، ډاریږم!

زما اندیښنه یې نوره هم زیاته کړه. هغه رانه ولاړ او زه یې له بیلابیلو پوښتنو سره پریښودم:

ښه نو دلته څه کیسه ده چې په رڼا ورځ پکې یو ځوان ډاریږي؟ پیریان دي؟ پیریان به دومره ډزو او قتلونو کې څنګه پاتې شوي وي؟ او…

مازیګر لمانځه کې له هماغه ملګري سره بیا مخ شوم، کیسه مې ورته یاده کړه، هغه لاس نیولی روان کړم او چې څنګه یوې برخې ته ورسیدو، نو لاس یې ونیوه:

دلته… همدلته…

نور غلی شو. مخامخ دیواله ته مې وکتل،پر دیواله د وینو خاپونه وو. ښه ورته ځیر شوم. دیواله باندې نوکارې لګیدلې وې. ما ویل که دیوال راته کیسه کوي، خو دومره ویریدلی چې ژبه یې نښلي او زه پرې سم نه پوهیږم. غلی ولاړ وم. ملګری مې بیا په خبرو راغی: دلته د میرمنې کالي وو. دلته یې بوټان وو. دلته یې پوړنی و او…

های!

لکه هرڅه چې خپله وینم. ما د زړه په سترګو لیدل چې عاجزه میرمن د څو وحشي ځناورو په پنجو کې ده، هغه زاري کوي، هغه عذر کوي، د خدای روی شفیع کوي، خو ځناور کاڼه دي. ځناور د مجبورې ښارۍ چیغې نه اوري، هغوی د خپل هوس لیونتوب کاڼه کړي دي. میرمن مجبوره ده، د خلاصون لپاره پر دیوال منګولې لګوي. لکه خپل مخ، د دیوال مخ هم نوکاري کوي او په دې توګه د خپل مظلومیت کیسه او د پیړۍ د وحشت کیسه پر دیواله حک کوي.

دلته د تنظیمي جګړو په مهال د حزب وحدت ډله میشت وه.هغه ډله چې اوس د دموکراسۍ دعوه ګیره ده. هغه ډله چې اوس د نورو سیالو ډلو په څیر ځانونه د وطن مدافعین ګڼي.

افشار، یو خونړی تاریخ لري. دا خونړی تاریخ له جهادي تنظیمونو په میراث پاتې دی.له هغو تنظیمونو چې اسلامي وروستاړی له خپل نوم سره جوړه ګرځوي. له هغو تنظیمونو چې اوس ځانونه د دې وطن اصلي وارثان ګڼي. له هغو تنظیمونو چې د خپلو دغو کارنامو امتیازونه هم اخلي او له هغو تنظیمونو چې اوس هم په زرګونو هوښیار او تعلیم یافته پلویان لري.

خو د همدوی په غوبل کې د ښار د نورو برخو په څیر افشار کې قتل عامونه وشول. دلته څو تنظیمونه د خپل ورور تنظیم پر ضد ،چې پر ارګ یې خونړۍ منګولې خښې کړې وې، راپورته شول. هغوی هم په ټول قوت وځپل. دا پیښه پوره درویشت کلونه وړاندې، د (۱۳۷۱ کال د سلواغې ۲۱مه) رامنځ ته شوه. دې پیښه کې چې دواړه خوا یې مجاهدین وو، د افشاریانو وینې په لښتیو کې وبهیدې. دلته تر ډیره پر سړک تیریدونکي کسان له پوستو په نښه کیدل او په ویشتلو یې شرطونه تړل کیدل، خپله نښه ویشتل یې پرې تمرینول او…

چې اوس هم کله د افشار پر سړک تیریږم، هماغه دیوال مې ذهن ته راشي. هماغه دیوال راته کیسې کوي خو دلته هر دیوال په سلګیو سلګیو کې دومره کیسې کوي چې د یو بل غږ پکې ورک شي.

محمد نعمان دوست

( سرخط ورځپاڼه)

د سلواغې،۲۱مه، ۱۳۹۴

One thought on “د افشارو ياد/ محمد نعمان دوست”
  1. دوست صیب سلامونه
    دلته هر دیوال وحشت لیدلي دی ، دلته هر ونې مرمۍ خوړیده ، دلته له هر کانۍ سره د وحشت بلا کیسې پرتي دی ، دا هغه وطن دی چې په مړو کې یی بد او په ژوندیو کې یی ښه نشته ، همدې ولس اوس هغه پخوانی ترخه یادونه ټول هیر کړیدی ، او په همدې لنډغرو رهبرانو پسې منډې وهی، او کمپاینونه ورته کوی رایه ورکوی او د هغوی عکسونه په موټرو لګوي . دې دې وطن به کوم غم ژاړو . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *