افضل خان لالا

دا د میر بد قسمتي که د کاروان ده

چې منزل لنډ شو نو ستړې قافله شوه

په ډیره ژوره خواشینۍ سره خبر شو، چې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو سیاسي او روحاني مشر او دعوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلی محمدافضل خان (خان لالا) د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه ديوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.

انا لله و انا الیه راجعون

ارواښاد محمدافضل خان (خان لالا) د پښتون قام هغه شریکه هستي وه ، چې نه یوازې د پښتنود سوکالۍ، ابادۍ او خوشالۍ لپاره ئې کوټلي ګامونه اوچت کړي، بلکه د پښتون قامي وحدت او د پښتنو دسیاسي شعور د بیدارۍ لپاه ئې د مرګ تر اخري سلګۍ پورې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې او عملي مبارزه کړې ده.

ارواښاد محمد افضل خان (خان لالا) د ټول ژوند مرام او موخه د پښتنو یووالی ؤ، چې دغه ګډ ارمان او موخې ته د رسیدو په لار کې ئې د پښتنو د ټولینز ولسولیز ګوند سره په ګډه د څو لسیزو را په دې خوا نظري او عملي هلې ځلې روانې کړي وې او د لوې افغانستان دننه او بهر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ئې دپښتنو د سیاسي شعور دبیدارۍ لپاره مخکښ او د پام وړ رول ادا کړی، چې د پښتون قام په تاریخ کې ډیر لوې ارزښت لري. مونږ به د ارواښاد خان لالا مرام او د ارمان لړۍ د پښتنو سیاسي شعور د بیدارۍ او د پښتنو یووالی دهلو ځلو له پاره جاري ساتو.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټی) ارواښاد خان لالا ته د لوې خدای له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي، کورنۍ، خپلوانو او سیاسي ملګرو او دغه راز هیواد دننه او بهر د ټولو پښتنو سره په دې دروند او نه جبران کېدونکي غم کې ځان شریک ګڼي.

روح دې ښاد وي

 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *