زموږ ګران هېواد افغانستان د وياړونو د ټاټوبي په توګه ستر تاريخي ارزښتونه لري، او د تاريخ په اوږدو کې يې له وياړونو ډکې کارنامې په خپله غېږ کې ځاى کړي دي، او د تاريخ په هره دوره کې د يرغلګرو له لوري له ګواښ سره مخ شوى دى; خو بهادرو او مېړنيو افغانانو د خپل هېواد د خپلواکۍ، پت، عزت، ننګ او ناموس په لاره کې له هيڅ راز سرښندنې او ځان تېرېدنې څخه ځانونه نه دي سپمولي او ددې هېواد د پت، عزت او خپلواکۍ جنډه يې تل رپانده ساتلې ده.
د تاريخ په اوږدو کې افغانانو د هېواد د لوړو ګټو د خوندي ساتلو لپاره يو له بله سره په يوه خوله د يووالي او وحدت لاسونه ورکړيدي او د يوه ګډ پوهاوي او تفاهم له لارې يې همدغه ګټې خوندي ساتلي دي، د هېواد پلورونکو او د دوي د بهرنيو بادارانو هر راز دسيسې او توطئې يې شنډي کړيدي. د همدغه پوهاوي او تفاهم له لاري کېداى شي چې افغان ولس ددې هېواد د لوړو ګټو په خاطر فکر وکړي او خپل ځاني مفادات تر ولسي مفاداتو ځار کړي.
ځان مننه او د نورو معقولو غوښتنو ته اعتنا نه کول زموږ د ولسونو تر منځ د نفاق او ځان ځانۍ روحيه پيداکول يوازي د هغو کسانو کار دى چې د خپل هېواد او ولس ګټو ته وفادار نه دي. زموږ ميړنى ولس اوس مهال له ډېر ستر امتحان سره مخ دى، که چېري زموږ د هېواد د وګړو تر منځ د هېواد د لوړو ګټو د ساتنې په لاره کې لږ شانته بې غوري او بې پروايي وشي، خداى مکړه زموږ هېواد او هېوادوال به له يوه لوى ناورين سره مخ شي. ځکه ځيني افغان دښمنې ډلې په سمتي، قومي او ژبنيو تعصبونو يوا وار بيا غواړي چې زموږ د ولسونو تر منځ د بې اتفاقۍ، نفاق او ځان ځانۍ اور ته لمن ووهي، او دوى بيا هم خپلو بادارانو ته د چوپړ جوګه وګرځي، او لدغې لارې وکولاى شي خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي. خو افغان ولس بيدار او ويښ دى او بيا به هيڅکله د داسي شومو موخو قرباني نه شي.
له يوې خوا دغه کسان د ملي وحدت او يووالي نارې وهي، او وايي چې څوک قومي،سمتي او ژبني تعصبات رامنځته کوي، زموږ ملي وحدت او ملي يووالى له منځه وړي، او له بلې خوا په دې ورځو کې موږ او تاسي ددې شاهدان يو چې ځيني داسي کسان يو له بله سره ناروا ايتلافونه جوړوي، چې بنسټ او اساس يې پر همدغو تعصبونو باندي ولاړ دى. کاشکې په دغو ايتلافونو کې د افغان ولس پراخو پرګنو ګډون درلوداى، بيا به د شک او اندېښنې ځاى نه وو پاتې، خو افغان ولس پوهېږي او ګوري چې هغوى چې پرون يې د ملي وحدت او يووالي لاسونه په ټټر ټکول، نن غواړي د افغان پرګنو پر وړاندې يوه منظمه جبهه جوړه کړي.
افغانان ښه پوهېږي او له هيڅ افغان څخه دا خبره پټه نه شي پاتې کېداى چې د افغان ولس رښتيني بچيان چې په خپل هېواد او ولس مين دي هغه څوک دي؟ او هغه چې غواړي بيا ددې ولس پر سر سودا وکړي هغه څوک دي؟
اوس به راشو دې خبرې ته چې افغان ځوانان په اوس مهال کې چې د ټولټاکنو لپاره تياري نيول کېږي او دا چې هغه کسان چې غواړي د دوى پر سر سوداګري ځوانان يې پر وړاندي څه وکړي؟
دا روښانه حقيقت دى چې ځوانان د ګران افغانستان هغه ځواک جوړوي چې دوى د افغان ولس د رښتينو بچيانو په توګه په دغه تاريخي پړاو کې خپل مسؤليتونه،مکلفيتونه، دندې او وجيبې لري، نو خداى مکړه که يوه شېبه هم دغه درانه مسؤليت ته پام ونکړي، نو بيا به هم د هېواد پلورو او د پرديو د غلامانو ددغو ناروا او شومو ايتلافونو قرباني وګرځي، ځکه نو مېړنيو افغان زلميانو ته په کار ده چې د هېواد د ملي وحدت او يووالي په لاره کې خپلو دغو درنو مسؤليتونو ته پاملرنه وکړي. دوى دي چې د ټولو افغانانو تر منځ د يوه ګډ تفاهم او پوهاوي لپاره ښه زمينه برابرولاى شي، دوى دي چې په خپلو نوښتګرو فکرونو او اندونو سره د هېواد ناخوالو او ستونزو ته د پاى ټکى ايښودلاى شي، او همدوى دي چې د هېواد د ښې راتلونکي لپاره له فکر او تدبير څخه کار واخلي، نه له احساساتو او تشو منفي جذباتو، بلکه دوى زموږ د ګران هېواد افغانستان د سرلوړۍ، آبادۍ، ودانۍ او بيارغونې په لاره کې رغنده ګامونه پورته کولاى شي، همداشان د افغانانو د رنځونو او ستونزو په له منځه وړلو کې په يوه ټينګ ملي وحدت او يووالي سره خپل همدغه دروند مسؤليت ادا کولاى شي، ترڅو زموږ افغانان نور ونه ځورېږي، بې کوره نه شي، او د ولس په ټپونو مرهم کېښودل شي، او ځوانان د ټول افغان ولس لپاره د ملي وحدت او يووالي سمبول وګرځي، او بيا هم زموږ په غرونو او رغونو کې د ملي وحدت رښتيني چيغه پورته او خپره شي، او ټول افغانان په ملي وحدت او يووالي او ټول مليتونه او ولسونه د يوه متحد ملت په توګه د خپل ګران هېواد افغانستان په خوږه غېږه کې په خوښۍ او خوشالۍ سره ژوند وکړي، او د خپل هېواد دآبادۍ او پرمختګ په لاره کې يوه شېبه هم کرار کښېنني.
له بلې خوا نن سبا موږ او تاسي اورو او وينو چې زموږ هېواد په نړۍ کې د فساد په لومړي کتار کې يادېږي. زموږ وياړلي هېواد او هېوادوالو چې د ننګ، غيرت، ضمير پاکي، بهادرۍ او مېړانې له امله يې په ټوله نړۍ کې شهرت درلود، نن د ځينو ناوليو، بې شرمو او له افغاني ننګ او غيرت څخه ناخبرو له لاسه زموږ هېواد د فساد په بېلابېلو برخو کې، له اداري فساد څخه نيولې تر اخلاقي فساد پوري تر مرۍ خښ دى. له بده مرغه ددغه فساد شتون زموږ ټولنه له نورو ناخوالو، ظلم، بې عدالتۍ او لوى ناورين سره مخ کړې ده، د مظلوم اواز څوک نه اوري، د کونډو، رنډو او يتيمانو ژړاګانې نه اورېدل کېږي، ځکه چې ننني فاسد چارواکي په دغه فساد کې دومره لړل شوي چې شرم، ننګ، غيرت او افغاني ښکلي صفتونه يې له لاسه ورکړيدي، ځکه نو د افغان ولس لپاره نور دا هم د زغم وړ نه ده او دوى نور په دې هېواد کې د يوې شېبې لپاره هم چوپ نه شي پاتې کېداى، ځکه نو د ځوانانو مسؤليت جوړېږي چې د فساد څخه ډکو اعمالو پر وړاندې په ټينګه ودرېږي او زموږ د ربړېدلي او کړېدلي ولس اواز ټولو ته ورسوي او نور دغه په فساد کې ډوب کسان د دوى په ننګ، عزت او غيرت تعرض ونکړي، او نور افغانانو ته خپل حقونه ورکړي او زموږ کونډي، رنډي، يتيمان او بې وزلې ونه کړوي.
ځکه نو زموږ ولس ته په کار ده ترڅو د پورتنيو يادونو په هکله فکر وکړي، هيچا ته اجازه ورنکړي چې د دوى د ملي وحدت او يووالي د لارې خنډ وګرځي او هيڅ زورګير ته اجازه ورنکړي چې د افغان ولس پر سپېڅلي لمن د فساد تور او ناولى داغ کېږدي، ځکه خو مېړني، بهادر او نوميالي افغان ولس ته په کار ده چې ددغه کړکېچ او بحران څخه د راوتلو لارې چارې په پام کې ونيسي، ترڅو خپل هېواد ګران افغانستان او ددې هېواد بچيان يو ځل بيا په ټوله نړۍ کې په سرلوړۍ، ننګ او غيرت سره ياد شي، او دا ولس دې تل وياړلى او دا هېواد دې د تل لپاره خپلواک پاتې شي، افغانان دې ددې سرلوړي هېواد په خوږه غېږه کې سرلوړى ژوند ترسره کړي.
تل دي افغان زړور ولس
تل دي وي ګران هېواد افغانستان