تاند- د اروپا د دوو هیوادونو د پارلمانونو دوه غړي هڅه کوي چې د بروکسل ښار په مرکزي کلیسا کې د مېشتو افغانانو د نه ایستلو لپاره د بلجیم پر پارلمان فشار راوړي.
د پارلمان د کیڼ لاسي اړخ مشر ګبي زیمیر د پارلمان له هسپانیايي غړې الدا سوسا سره یوځای د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د اروپايي هیوادونو د پارلمانونو غړیو ته یو لیک ولېږي چې له پناه غوښتونکو سره د بلجیم چلن وغندي.
دې وویل:«موږ د بلجیم له حکومته غواړو چې دوی (افغانان) بېرته افغانستان ته ونه لېږي ځکه چې دا هیواد خوندي او امن نه دی. موږ له حکومته غواړو چې خپل دریځ بدل کړي.»
دواړو وکیلانو د ټولو ګوندونو له پارلماني غړیو غوښتنه کړې، مخکې تر دې چې د بلجیم حکومت افغانان بېرته ولېږي د هغوی د نه لېږلو لیک لاسلیک کړي.
له تېرو دوو میالشتو راهیسي شاوخوا ۲۰۰ افغانان د بروکسل په یوه زړه کلیسا کې اوسي او غوښتنه کوي چې دوسیې دې یې ژر وکتل شی او افغانستان ته دې نه لېږل کېږي.