تاند- نن، چې د جوزا ۲۴مه ده، د افغانستان د ولسمشرۍ دوهم ځلي انتخابات کېږي.
د انتخاباتو په دې پړاو کې له دوو کاندیدانو اشرف غني او عبدالله عبدالله له منځه یو د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه غوره کېږي او په ارګ کې د چارو واګې په لاس کې اخلي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مهالوېش سره سم د دوهم ځلي انتخاباتو ابتدايي نتیجې به د سرطان د میاشتې په یوولسمه یعني د انتخاباتو له نېټې ۱۷ ورځې وروسته اعلان شي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې دا ځل به د تېر پړاو خلاف قسمي یا برخې برخې پایلې نه اعلانوي.
خو نهايي یا وروستۍ رسمي پایلې به د سرطان په یودېرشمه اعلان کړي.
د رای ورکولو مرکزونه او محلونه
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دې پړاو کې به په ټول هیواد کې د رای ورکولو ۶ زره ۳۶۵ مرکزونه او ۲۳ زره ۱۳۶ محلونه پرانستي وي.
خو چارواکي وايي چې ۸۱۳ مرکزونه به د ناامنۍ او د لارو د سختوالي له کبله بند وي.
رای ورکول به د سهار له ۷ بجو پیل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو پوري به پرانستي وي.
رایپاڼې
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د دوهم ځلي انتخاباتو لپاره یې ۱۵ ملیونه رایپاڼې چاپ کړي دي.
د خلکو ګډون
د حمل په شپاړسمه د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د رای ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر نژدې ۱۲ ملیون تنه اټکل شوی و خو یوازې نژدې ۷ ملیون تنو خپلې رایې استعمال کړې.
د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د ښځو ونډه په سلو کې ۳۶ وه. خو د ښځو چارو وزارت او د ښځو د حقونو ملاتړو ټولنو ویلي چې دا ځل به تر تېر وار زیاتې ښځې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
د څارونکو کارتونه
انتخاباتي چارواکو له دواړو کاندیدانو غوښتي چې د انتخاباتو د دوهم پړاو بهیر په ځیر وڅاري.
د هر کاندید انتخاباتي ټیم ته د څارونکو لپاره ۵۰ زره کارتونه ورکړل شوي دي.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په لومړي پړاو کې پر ټولو کورنیو او نړیوالو څارونکو ۳۶۰ زره کارتونه وېشل شوي وو.
امنیتي اقدامات
چارواکي وايي چې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د امنیت لپاره د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو په شمول ټولټال یولکو ۹۵ زره سرتېري ګومارل شوي دي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې، چې د حمل په شپاړسمه نېټه وشول، لویه امنیتي پېښه ونه شوه.