د غرب په ملاتړ افغان مجاهدینو د وخت تر ټولو لوی ښامار (شوروي) د سر په بدل کي د نن څه ټیک شپږویشت کلونه وړاندي په (۱۹۸۹) ز کال کي پر گونډو کړ.

هغه جگړه چي په افغان-کور کي د تنور د لمبو په څېر تر لسو کلونو پورې مېلمنه وه د پای ته رسېدو سره سم یې پر نړیوال سیاست ژوره اغېزه رامنځته کړه چي ښه بیلگي یې په اروپا کي د برلین هغه منحوس دېوال نړېدل یادولای سو چي هیټلري آلمان یې پر ملا پرې کړی او یو کور یې پر دوو ټوټو وېشلۍ وو.

دې ته ورته منځنۍ آسیا هم د افغانانو د قربانیو په بدل کي وړیا خپلواکه سوه. افغانانو هم د پورته یاد سوو ملتونو په څېر خپلي خاوري(# پښتونستان) گټلو او د نوو هیلو سره سم یو # ډیموکراتیک نظام،# پرمختگ، # تلپاته_سولي او نورو اساسي ملي گټو ته سترگي په لار او تږي وو. د

نویمي لسیزي د پیل سره سم افغانانو تر لس کلني قربانۍ او د جگړې تر ستړیا وروسته نړیوال پام او مرستو ته تر بل هر هیواد ډېره اړتیا لرل. که چيري افغانانو ته د آلماني ملت په څېر مفته موقع په لاس ورغلې وای، نو به یې نن هم ډیورنډ گټلی وای او هم به په سیمه کي لکه ایران د غرور څخه د ډک رژیم لرونکۍ وای. خو له بده مرغه افغانستان د نړیوال شفقت او مهربانۍ څخه محروم او بې برخي پاته سو. هغه وو چي کورنۍ جنگ پیل او د نا معلومي جگړې دوهم پړاو پیل سو. پدې جگړې سره له یو پلوه مجاهدینو خپل غرور او ارزښت له لاسه ورکړ او له بل پلوه یې د کابل څړکونه په وینو ولړل. د جگړې دوهمي برخي د گاونډي هیواد پاکستان استخباراتي شبکې ته د لاسوهني ښه زمینه برابره کړه؛ البته نړیوالو به پروگرام داسي طرحه کړی وو.

پاکستان سمدستي د افغانستان په اشغال لاس پوري او د اسلامي امارت تر عنوان لاندي یو کوږ-ووږ # حکومط رامنځته سو. د پاکستان اصلي موخه د دې جگړې په دوام کي د #ډیورنډ کرښي نه ورکول او خپل په شمال کي د یو پر پښو ولاړ هیواد شتون نه زغمل وو. د طالبانو په راتگ سره د پاکستان له لوري د تروریزم په نوم چي وروسته وپېژندل سو یوه نوې پدیده را وارده سوه. د دې پدیدې شتون په زرگونه کیلو مترونه لیري نړۍ(امریکا) وگواښل، چي دا وخت نو د جگړیز سریال دریم پړاوو پر پای ته رسېدو او نوی پړاو پیل سو. د دې پړاو (۴م پړاو) شعارونه خورا خواږه او خوشالونکي وو، ټول غرب (اروپا او امریکا) د جوړ سوي او وارد سوي تروریزم سره د مبارزې په نوم افغانستان ته راغلل. د امریکا په مشرۍ د تروریزم سره د مبارزې ایتلاف شعارونو (کوکنار ورکول،ښه حکومت جوړول او تروریزم ورکول) د افغانانو په زړونو کي نوي هیلي پیدا کړې. نوی حکومت د موقتي ادارې په نوم پیل او د # حامد_کرزي په نوم یو کس د هیله-مند افغانستان بنسټ کښېږدۍ.

دغه کس خپل تر وس او توان پوري هیواد په نړۍ وپېژندۍ. پښتو ملي سرود یې په نړۍ واوریدۍ. درې رنگه بیرغ مو په آسټرلیا کي ورپول سو.په لکونو هلکانو او نجونو ښوونځیو ته تگ پیل کړ. روغتیایي آسانتیاوي د پنجوایي تر کوکرانه ولاړې. د کمپیوټر او انگریزي ژبي کورسونه د دهراوود په ولسوالۍ کي جوړ سوه. ملي اردو د هیڅ څخه تر نیم میلیون پوري ورسېدل. ملي پولیس جوړ او ملي امنیت پیدا سو. د رغووني په برخه کي بریښنا برابره او د لویو لارو سړکونه پاخه سول. پلونه او پولچکونه جوړ سول او د خلکو په اقتصاد کي داسي بدلون راغلۍ چي په هیواد کي لوړ لوړ تعمیرونه،لوړ ماډل موټران او د خلکو تگ هند او چین ته د سوداگرۍ لپاره او داسي نور ډېر کارونه چي سترگي پر پټول گناه ده د دې زریني دورې شاهدي ورکوي.

خو په دغه دوره کي پاکستان د پخوا په شان په ښکاره لاسوهنه د ورځ په ورځ غښتلي کېدونکي افغانستان مخ نیول غوښتل. د دې سره سره بیا هم کرزی توکل پر خدای د ملت په ملاتړ دپرمختگونو سره پر مخ روان وو. په خپل هڅو نرم خویه ملت مشر وکولای سول چي د ملت په زړونو کي داسي ځای پیدا کړي چي په ولسمشریزو ټاکنو کي د نړیوالي درغلۍ سره سره اوسنی ولسمشر او اجراییه رییس په لوړ توپیر شاته پریږدي. باوري یم که چيري اساسي قانون اجازه ورکولای اوسنی ولسمشر به متفکر نه بلکه کرزی وای. اما پاکستان د خپلو بې شرمانه کړونو په دوام افغانستان نا امنه کوۍ؛ تر څو د ملت فکرونه مغشوش او د رهبر په وړاندي د ملت کرکه را وپاروي، خو کله چي به پاکستان خپل په چټلو کړنو کي مایوسه او خپل بادار (غرب) ته بې جوابه پاته سو نو به یې لوی بادار پر ودونو او هدېرو بمبارۍ وکړې چي د ملي مشر د لیري کولو لپاره زمینه برابره او خپل لاسپوڅی راولي . پدې سره پوه او مدبر رهبر خپل دریځ د دواړو لورو په مقابل کي په څو څو ځله څرگند کړ چي پوهیږي. هغه وو چي لویدیځ افغان حکومت په فساد کي ښکېل او چټل معرفي کوۍ.ولي اصلي ککړتیا په هغه لویو قراردادونو کي وه چي د غرب تر نظارت لاندي به اجراء کېدل. ملي مشر به هر کله د پاکستان په اړه شکایت کوۍ چي د تروریزم واریدونکی دۍ. روزنیز مرکزونه لري خو د نوموړي ږغ هیڅ چا نه اورېدۍ. کله چي د تروریستي شبکې تر ټولو لوی رهبر اسامه بن لادین د پاکستان تر ټولو مهمي نظامي هډې ته نږدې ووژل سو نو د کرزي صاحب ادعا چي تروریزم په افغانستان کي وارداتي بڼه لري او د پاکستان جوړ دۍ په اثبات ورسېدل. پاکستان د تروریزم په جگړه کي د عربو څخه د جهاد په نوم کریډیټ اخیستل او د غرب څخه د تروریزم سره د مبارزې په نوم، پداسي حال کي چي د تروریزم جوړونکی پاکستان او قرباني افغانستان دی.تر دې وروسته به هم افغانستان او افغانان د تروریزم د نوي بڼې قرباني وي ولي کریډیټ به یې د استخباراتي تړون له مخي پاکستان اخلي چي پدې سره د غرب بله ناځواني مالومیږي.

د تبصرې نتیجه:

۱ موږ د غرب لپاره په سړه جگړې کي قرباني ورکړه او شوروي مو ورته مات کړۍ د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹(زموږ قرباني) خو؛ غرب موږ په خپلمنځي جگړه کي پرېښولو او حکومت یې راجوړ نکړ. د ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ (د غرب ناځواني ) ۲ موږ د هغه تروریزم قرباني سوو چي جوړ کړی،تمویل کړی او رالیږلی پاکستان وو. د ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۱۴ (زموږ قرباني) خو؛ اسامه بن لادین د تروریزم لومړی درجه کس په پاکستان کي ووژل سوو (د غرب ناځواني چي اصلي ځالو ته یې نه تلۍ). ۳ افغانان به د یوې بلي نامالومي اوږدې جگړې قربانیان وي خو امتیاز به یې پاکستان د استخباراتي تفاهملیک له مخي واخلي؛ کېدای سي پښتونستان. ۴ د غرب بمبارۍ پر ودونو خو تر څنگ یې د رهبر توهین. تر کله به زموږ قربانۍ او د غرب ناځوانۍ دوام لري؟.۱ ذبیح الله امان زی. کابل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *