صادق افغان ||


قومي مخالفتونو ته لمن وهونکي هماغومره مجرم دی څومره چې څوک په مخامخ جکړه کې ښکېل دی په دې وروستیو کې په ځینو ځایونو بریدونه وشول په عامه رسنیو کې دغه بریدونه داسې توجیه کېدل چې په ښکاره توګه به یې په قومونو او ډلګیو پورې وتړل په داسې حال کې چې هره ورځ ورته بریدونه کیږي او په دغو بریدونو کې سلګونه تنه هره میاشت خپل ژوند له لاسه ورکوي.


سره له دې چې په دغه ډول څرګندونو یواځې کولای شي د ولسونو ترمنځ مخالفتونه وزیږوي او په پایله کې ولس سره وپاشي او هېواد مو د یوه بد ناورین لور ته بوځي.

وروستیو بوږنونکو تروریستيي پېښو، ټول خلک د ویر پر ټغر کېنول او غم‌جن یې کړل د افغانستان دښمنان هیڅکله نه غواړي چې افغانستان د یو ځواکمن او په ځان بسیا هیواد په توګه د پیاوړي حکومت، امنیتي ځواکونو او اقتصاد خاوند واوسي، په ورته بریدونو سره دوی غواړي په هیواد کې د حکومت پر وړاندې د نارضایتۍ کچه زیاته او سیاسي کړکیچ ته لاره هواره شي.

د افغانستان خلک د څو لسیزو جګړو او ستونزو له امله هسې هم د ژبنیو، سمتي، قومي، تنظیمي او حزبي اختلافاتو او تعصباتو ښکاري شوي دي، که چیرې اختلاف ته د دې ډول بریدونو له امله لاره هواریږي، نو څرګنده خبره ده چې افغانستان به د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او پرمختیايي پلوه له شدیدو ننګوونو سره مخامخ کیږي او دا هغه څه دي چې مغرض هیوادونه او ځانګړې استخباراتي کړۍ یې له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه په سر کې لري.

په ورته وخت کې ځینې کړۍ د دې لپاره چې ځانونه اصلي قربانیان وښيي، نورو ته داسې څرګنده کړي چې ګواکې دوی په افغانستان کې خوندي نه دي او دا چې د افغانستان حکومت په سیستماتیکه توګه د لږکیو حقونه ترپښو لاندې کوي، غواړي خپل مهاجرت او کډوالۍ ته لاره هواره کړي.

تروریزم په ټولیز ډول کوم خاص تعریف نه لري خو ځینې یې داسې تعریفوي چې په سیاسي او شخصي موخو ته د رسېدو لپاره له زجرولو ربړولو ویرې اچولو څخه کار اخلي تروریزم یواځې د ټولنیزو شرایطو یا دین محصول نه دی افراطیت او تروریزم د ځینو هیوادونو د پالیسو او په تنگ نظره توگه د ملي گټو د تعریف نتیجه ده په اوسني وخت کې تروریزم او افراطیت هم په اروپايي او هم په آسیايي هیوادونو کې تر ټول ستر گواښونه دي.

لومړی زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ضد حګړه پیل شوه،  وروسته زمونږ د ملت او خلکو په ضد او اوس دغه جګړه د اړخ په بدلولو سره زمونږ د ملي یووالي په ضد دوام لري  وضعیت د درک کولو  او ملي ګټو لپاره د سیاسي ګوندونو او خلکو ونډه مهمه ده ، جګړه باید په سیاسي مبارزه بدله شي او د قدرت جریانونه باید له هغه سره د جګړې او مبارزې توان ولري او د سولې او ثبات ټینګښت، د جګړې پایته رسېدو پورې تړاو لري. د هېوادونو ستونزې باید دولت په دولت حل شي، ځکه له دې مه واره مناسبات نه شي تامینېدلی او غیر سیاسي اړیکې هیچا ته د منلو وړ نه دي.

امنیتي او دفاعي ځواکونه باید مطلق بې پرې، غیرسیاسي او مسلکي شي، چې دا د افغانستان په امنیت او ثبات ډېر مهم اغېز لرلی شي. هغه زیاته کړه، له تدبیر او تحمل پرته ملي سیاست مخته نه وړل کېږي.

موږ د دولتدارۍ د فرهنګ د بدلولو یوه لویه پروسه په مخ کې لرو او حکومت په تېرو دوه نیمو کالو کې د ادارو د ځوانولو هڅې کړي دي.

ټول سره موافق یو چې د تروریزم پرضد باید په گډه عمل وشي. تر ټولو مهمه دا چې: دا خطر موجود دی چې نوي ځوانان د تروریستی تبلیغاتو تر اغیزې لاندی راشی. د ښوونې او روزنې او پوهاوي له لارې هغوی باید له دې خطر څخه وساتل شی. اسلام تر نامه لاندې تروریزم او افراطیت سره باید مسلمانان خپله مقابله وکړي، ځکه دغه ډول تروریزم او افراطیت د اسلام له دین سره نه جوړیږي. دا په حقیقت کې د ټولو مسلمانانو دنده ده.


دا صحیح نه ده چې یواځې غربت د تروریزم لامل وگڼل شي، بلکه افراطیت او تروریزم یوه ایدلوژیکې او تاریخی پدیده ده چې سړی باید له معنوی لحاظه د هغو پرضد مبارزه وکړي.

څرنگه کیدای شي سوله افغانستان ته راوړله شي؟ چې افغانان وکړای شي په خپل هیواد کې خپله سوله راوړي. داچې څرنگه افغانستان کې ثبات رامنځ ته کړای شي افغانان باید خپله په خپل هیواد کې امن ټینگ کړي.

اروپایې ټولنه په ځانګړي ډول جرمني کولای شي د کډوالو له ستونزی سره لاس او پنجه نرمه کړي ستروالي او اقتصادی توان ته په کتو سره ، د دې هیواد لپاره دومره سخته نه ده چې د کډوالو لانجه حل نه شی کړاي ، د مهاجرو ستونزه یواځې د نن ورځي ستونزه نه، بلکه دا د نسلونو ستونزه ده چې ورسره به لاس او گریوان وی.

د قدرت په جوړښتونو کې د سیاسي ګوندونو د نه ګډون، نا امنیو، د امنیتي بنسټونو د سیاسيوالی، سیاسي مسایلو ته له پام پرته د کدرونو د انتصاب، د خلکو د ژوند د حالت، اشتغال ( کار)، له اداري فساد سره د مبارزې، د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د حل، د بنسټونو ترمنځ د زیاتې همغږۍ، په ادارو کې د سرپرستی د ستونزې د حل، د اداري اصلاحاتو، د ګومارنو په چارو او ټاکنو کې د شفافیت د تامین په اړه د سیاسي ګوندونو غوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه  سیاسي ګوندونه د حکومت داصلاحي برنامو هر اړخیز ملاتړ کوي.

په تېرو دوه نیموکالو کې د سيمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له منځني اسیا سره د افغانستان د اقتصادي، سوداګریزو، او ترانزیټي اړیکو ټینګښت اوس افغانستان په یو ځانګړي بندر او هېواد پورې تړلی نه دی او نه د کوم خاص لوري تر فشار لاندې دی. 

باید د افغانستان د منابعو او شتمنیو، لکه د جغرافیایي موقعیت، د اوبو منابع، اراضي، بشري قوا او کانونو څخه په مناسب وخت کې ګټه واخیستل شي.

د افغانستان سیاسي ګوندونو د همپالنې سیاسي فضا رامنځته کړې او کولای شي له قومي او سمتي ستونزو او ننګونو سره په مبارزه کې ښه رول ولوبوي ګوندونه د ملي یووالي ممثل دی او ښه ده هغه سیاسي ګوندونه چې زیات اغېز لري پر مشخصه اجنډا کار وکړي او حکومت ته یې  وسپاري.


د سوله ایزو غبرګونونو ښودل د افغانستان د خلکو مدني او قانوني حق دی. هغه کسان چې د موجوده واکمنۍ سره موافق نه دي ، کولی شي په راتلونک ټول ټاکنو کې د ګډون د لارې نوی مشرتوب غوره کړي او د قانون په آډانه کې خپل بخت و ازمايي.

هغه چې دهېواد لپاره کار کوي ولس یې پیژني او هغه چې دهېواد او خلکو سره مخالف دي څرګنده ده چې هدف یې مثبت بدلون نه بلکې د نوي چور او تالان ته د لارې هوارول دي بل هدف یې دادی چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختیايي پروژو لکه د اوبو او بریښنا د بندونو او نورو پروژو مخه ډپ کړي.

او د مرسته کوونکو هیواد د پانګونې مخه ونیسي، څو افغانستان هيڅکله هم په خپلو پښو نه دريږي او د افغانستان طبیعي شتمنۍ د حریصو ګاونډیو نصیب شي. 
له تاریخي پلوه، افغانستان د اسلامي نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې مذهبي اختلافات او د مذهب پر بنسټ تاوتریخوالي پکې اوږده مخینه نه لري.

که په تصادفی توګه د سیاسي، ګوندي، جغرافیوي، ژبني، تنظیمي او قومي مسائلو له امله هم کله لنډمهالې شخړې، جګړې او د تاوتریخوالي پیښې رامنځته شوي، ډیرې ژر پای ته رسیدلي او داسې هم شوي چې له یوې مودې وروسته سیالې او جګړه مارې ډلې چې د بیلو مذهبونو لارویانې هم وې، په یو ائتلاف کې سره یوځای شوي دی او له یو دریځ څخه یې د خپل سیاسي یا پوځي مخالف لوري پر وړاندې اقدامات ترسره کړي دي. 

په ټولیزه توګه افغانستان څومره چې ګڼ-ملیتي دی په هغه اندازه ګڼ-مذهبي نه دی، یعنې افغانستان له ډیرو قومونو جوړ دی، خو د مذهبونو شمیر پکې لږ دی.

نو موږ ټول مسلمانان یو او دیو بل وژلو لپاره هیڅ دلیل او توجیه نه لرو نو داسلام د هغه پیغام له مخې چې مسلمانان سره ورونه دي ژوند کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *