د افغانانو یوه کوچنۍ غلطي یعنې د خپلې یوې رایې کارول کولای شي د دوی هغه مسلم حق چې باید راتلونکی ولسمشر یو اهل شخصیت  وي، له لاسه ورکړي.

زیاتره هغه پښتانه چې کمزورې سیاسي مفکوره لري په دې اند دي چې باید افغانان ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رایه ورنه کړي ځکه چې ده عبدالرشید دوستم د لمړي مرستیال په توګه ټاکلی.

دغه ښاغلي تل د دوستم د لیلي دښتې قتلونو ته ګوته نیسي، خو هېڅ وخت هم پدې هکله فکر نه کوي چې که ښاغلي احمدزي، دوستم د لمړي مرستیال په توګه ټاکلی نه وای شاید چې راتلونکې ولسمشري یې له لاسه ورکړې وای. لومړی د دوستم په شان قاتلینو په هکله غواړم دوې خبرې درته وکړم. دا یو تریخ واقعیت دی چې دوستم تر ۵۰۰۰ زیات بې ګناه پښتانه په قتل ورسول، خو د ده تر څنګه آیا ښاغلي محقق او د ده ډلې د ښځو په سینو کې سیخان نه وو ورکړي؟ آیا اسماعیل خان له دوستم څخه زیات پښتانه نه دی وژلي؟ آیا د مسعود ډلې په پښتنو باندې هر ډول ظلمونه نه دي کړي؟ او د ده ډله همدا اوس هم لنډغري نه کوي؟ له بلې خوا په تاجک، هزاره او ازبک قومونو کې همدغه جنګسالاران تر ټولو زیات شهرت او د ټولو په زړو کې محبوبیت لري. یعنې که د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وغواړي د یادو قومونو رایه تر لاسه کړي، مجبور او مکلف دي چې له یادو کسانو څخه یو تن د خپل مرستیال په توګه وټاکي. کله چې داسې ده نو د اولویت په نظر کې نیولو سره ښاغلي اشرف غني له خپل فکر او تجربې څخه په ګتې اخیستنې سره دا وپتیله څو دوستم د لمړي مرستیال په توګه وټاکي ځکه دوستم ښاغلي احمدزي ته په یقیني توګه له دوه میلیونو څخه ډېرې رایې ګټلی شي چې په دغه اندازه رایې نه ده ته محقق راوړلی شوی، نه اسماعیل خان او نه هم کوم بل جنګسالار او داړه مار.

له بل پلوه که د ښاغلي اشرف غني احمدزي شخصیت ته راشو. ښاغلی غني ملي شخص نه بلکې یو نړیوال شخص دی، ښاغلي احمدزي ته تنها د افغانستان پوهان نه بلکې د نړۍ سترې ککرۍ او لوی لوی پوهان ګوته په غاښ دي. ژوندۍ بېلګه درته وایم، ښاغلی اشرف غني د نړۍ دوهم لوی متفکر دی. که چېرې ده له ځان څخه په نړیواله کچه وړتیا ښودلې نه وای، په یقیني توګه چې اوس به بانکي مون یا بارک اوباما او یا هم د نړۍ نورو لویو ګرګو دغه ځای د خپل ځان کړی ؤ. پس کله چې مونږ له ځان سره داسې څوک لرو چې په نړۍ کې د فکر ، اند او اندیشې په ډګر کې دوهم ځای له ځان سره لري. نو زما په اند د بل بدیل او انتخاب په هکله فکر کول به زمونږ کمي وي.

که نورو نوماندانو ته یو ځغلنده نظر واچوو. په لومړي سر کې خو په زغرده درته ویلی شم چې په دغه نوماندانو کې بدون له ښاغلي احمدزي څخه بل نړیوال شخصیت نشته، درسته ده چې په افغانستان کې نورې نړیوالې څېرې هم شته. د بېلګې په توګه ښاغلی حامد کرزی یوازې په سیاسي اړخ کې یو نړیوال شخصیت ورته ویلی شو. یا ښاغلی ډاکټر فاروق وردګ چې د نړۍ په لسو غوره د پوهنې وزیرانو کې یې ځای خپل کړ او داسې نور. خو په دغه ۱۰ نوماندانو کې سره له دې چې نړیوالې څېرې نه دي بلکې ځینې یې ملي شخصیت هم نه لري. که د یو څو یې په لنډه توګه یادونه وکړ. ښاغلی عبدالله، هغه څوک دی چې د خپلې ګټې په خاطر کولای شي په ډېره آسانۍ سره افغانستان خرڅ کړي او یا هم د نورو هېوادونوغلام ترېنه جوړ کړي. چې ژوندۍ بېلګه یې هم لرو. ده او ښاغلي یونس قانوني د امریکایانو سره په لومړیو کلونو کې تر ټولو کرغېړن تړون لاسلیک کړی ؤ. په هغه تړون کې لیکل شوي وو چې ګواکي امریکایان په افغانستان کې هر ډول کړنې تر سره کولای شي. په دې حساب عبدالله له دوستم او نورو ټولو قاتلینو څخه ستر قاتل بلل کېږي ځکه بهرنیانو له دغې تړون څخه په ګټې اخیستنې سره په لسګونه زره افغانان ووژل. که ښاغلي قیوم کرزي ته راشو. زما په اند په دغه کورنۍ به وروسته له دې افغانان تېر نه وزي ځکه وايي ازمویلي مه ازمویه!. ژوندۍ بېلګه یې ښاغلی حامد کرزی درته وایم. درسته ده چې دی اوس د نړۍ یوه لویه سیاسي څېره ده. خو له ده څخه ځان پردی شوی. ده په خپله دوره کې پښتنو ته هېڅ ډول کار نه دی کړی، تر ټولو ډېر پښتانه د ده په دوره کې له خاورو لاندې شول. د ده یوه بېلګه درته وایم. زمونږ په پوهنتون کې یو ځوان او تکړه استاد د کندهار ولایت دی. ده په خپله خوله مونږ ته کیسه کوله چې یو وخت کې زه د کابل پوهنتون عمومي اول نمره شوی وم. نو ارګ ته وروغوښتل شوم. کله چې ارګ ته ورغلم، ښاغلی کرزي د خپل دفتر مشر ته غږ وکړ چې دې هلک ته یو لک افغانۍ د جایزې په توګه ورکړئ، خو چې کله زه ده ته ورغلم او ستړي مه شي مې ورسره وکړل، او دی پوه شو چې زه کندهاری یم، فقط راته ویې ویل چې ښا آفرین! اوبس. نورې پیسې ورکې شوې.

نو نور په یاده کورنۍ باندې تکیه کول د افغانستان سره لویه جفا ده. که ښاغلی زلمی رسول وڅېړو. اول خو څوک چې واده ونه لري زما په اند چې د ده فکر او عقل نیمګړی وي. بل دا چې ښاغلی رسول افغانستان ته هېڅ ډول لاسته راوړنه نه لري، دی په ارګ کې هغه د انګرېزانو خبره د آفېس بای په توګه پاتې شوی. یعنې هېڅ ډول سیاسي څېره نه ده او نه هم دومره وړتیا لري چې د یو ملک رهبري دې وکړی شي. او له استاد سیاف څخه به څه نه درته وایم ځکه ټول پوهېږي چې (غوا توره او پۍ یې سپینې).

د خپلو خبرو نچوړ ته راځم. هغه دا چې پښتانه باید دومره په سیاست کې ضعیف نه وي چې د دوستم په شان کسانو ته بازي ورنه شي کړی. له دوستم صیب څخه به رایې اخلو او نور به ورته وایو چې خپله بزکشي دې ډېره ګټه درته لري. او همدارنګه ښاغلی اشرف غني نه تنها د افغانستان بلکې د نړۍ ویاړ دی. نو باید چې له ده څخه ګټه پورته کړو او د  علامه سید جمال الدین افغان په شان یې خاورو ته ونه لېږو چې افغانستان ته یې هېڅ ګټه ونه رسېږي. یو ځل بیا په ټولو پښتنو او افغانانو غږ کوم چې د ښاغلي اشرف غني په دغه سیاست ځان پوه کړئ. او ټول ده ته رایه ورکړئ تر څو افغانستان نور دثبات، پرمختګ، امن او آرامۍ په لور ګامونه اوچت کړي.

فضل حق طاهرزی

7 thoughts on “د افغانانو کوچنۍ غلطي، د خپل لوی او مسلم حق له لاسه ورکول”
  1. پښتانه باید او د سر په بیه اشرف غني ته رایه ورکړي.

    کچیرې عبدالله بریالی شو، لاندې لوی کارونه ېې په لمړیتوب کې دي:
    1- د افغانستان فدرالي کول (د پښتنو مشریزه ختمول)
    2- د ډیورنډ کرښه منل (د پښتنو بیلتون یقینې کول) بابت شمال ټلواله له پنجاب سره هم تماسونه لري، ترڅو د طالب په مټ د پښتنو راېې کمزوري کړي.
    3- هزاره ګانو ته د پښتنو څخه بیل ولایتونه جوړول
    4- یوازې د نیم افغانستان لپاره پرمختیايي کارونه ترسره کول (جنوبي افغانستان به پدې بهانه ترشا کړي چې امنیت خراب دی)

    پښتنو! که د لیلې دښتې خوبونه اوس هم وینئ او ځان نه جوړوئ، لس داسې نورې لیلې ګانې به هم در پیښې شي.

  2. احمدشاه مسعود ټول افشار په وینو ولړل او د نظار ډله د زرګونو هزاره ګانو قاتله ده. خو چې د سیاسي ګټو وخت راغئ، نن محقق او عبدالله د عطا نور سره یو ځای ائیتلاف وکړ.

    په تیرو اوبو پسې یوم وړل یوازې د پښتنو کار دی. نور قومونه خپله آینده ګوري، مخکې ګوري شاته نه ګوري. بدبختانه چې پښتانه تل شاته ګوري او مخته کتل ځنې هیر شي

  3. ستاسو د لیکنی په تایید په دی لاندی سایت کی یوه لیکنه د ښاغلی کرزی په اړه د سلیمان کبیر نوری په نوم چی له لیکنی نه یی داسی معلومیږی ، شاید کوم ایرانی وی ، اوږده مقاله لیکلی ده چی زمونږ هیواد وال کولای شی په دی پته هغه ولولی.
    http://www.ariaye.com/dari10/siasi2/noori.html
    د ښاغلی داکتر عبدالله په باب همدومره کفایت کوی که بیا قدرت ته ورسید نو د افغانستان ټولی دولتی اداری به له خپل قوم يعنی پنجشیریانو نه ډکی کړی لکه چی د باندینیو چارو وزارت د تصدی په وخت کی یی ټول وزارت او سفارتونه له پنچرمینانو او سقاوانو نه ډک کړی دی او لا تر اوسه هلته مصروف دی او د دی مظلوم ملت له حسابه دالری معاشونه اخلی او د راتلونکوتوطیو لپاره طلایی خوبه وینی.
    زمونږ دا نور نهه نفره پښتانه کاندیدان ډیر ښاغلی او محترم دی خو د پښتنو رایی به نهه ټوټی کړی او خپله ماته به حتمی او د خپل رقیب بریالیتوب به لا له وړاندی یقینی کړی. ځینو له دوی نه په خپلو دندو کی امتحان او آزموینه ورکړی ده، ځینو خو خپل ولایت او وزارت هم ښه اداره نه شو کړای نو د هیواد زعامت او مشرتوب به دوی ته نور هم ډیر دروند بار وی. یو سوداګر هیڅکله هیواد نشی رهبری کولای او هغه به یواځی د خپلو شخصی ګټو لپاره فکر وکړی.
    او هغوی چی د پردیو جاسوسی ادارو په امر او هدایت په کورنیو جګړو کی مصروف و او د قومونو ترمنځ یی بی اتفاقی اچولی ، د خلکو مځکی او ملکیتونه یی غصب کړی او په حساسو تاریخی شرایطو کی د هیواد د ورانی او تجزیه غوښتونکو ترڅنګ دریدلی دی او هلته یی هم پښتانه د بل پښتون په مقابل کی جنګولی دی . هغوی چی په بیت الله شریف کی په قرآن شریف قسم کړیدی او له را رسیدو سره یی سم د خپل بادار په امر د کابل ښار کورونه د لمر وهلو لپاره وران کړی او په زرګونه خلک یی شهیدان کړی او یا مهاجر کړی دی له هغوی نه خو هیڅ د خدمت او سمی رهبری طمع او توقع نه شی کیدلی.
    ښه به داوی چی په یوه واحد محور د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په شاوخوا سره راټول شو او د یوه متحد ، با ثباته او پرمختللی افغانستان د جوړیدو لپاره له دغه الهی فرصت نه ګته واخلو.

  4. ډېره ښکلې او په زړه پورې ليکنه دې کړې ده طاهرزي صېب،ډېر ښه او په زړه پورې معقول دلایل دې ورته را ټول کړي دي.
    او به دا چې په رښتیا هم ډاکټر صېب اشرف غني د ولسمشرۍ لپاره یو وړ کس دی…

  5. Saalam Alikum Fazel Jan!

    What is this statement, man? Prophet Isa and Jamaludin Afghani were not married, as well. Be careful what you say or do not write when you do not know what you say or what it means. In addition your analogy of one crime in comparison of another crimes, does not help your to prove your point. Look at your own statement here;

    نو نور په یاده کورنۍ باندې تکیه کول د افغانستان سره لویه جفا ده. که ښاغلی زلمی رسول وڅېړو. اول خو څوک چې واده ونه لري زما په اند چې د ده فکر او عقل نیمګړی وي
    Do you really think that this kind of a statement is logical? It is an extremely false statement and you have many of them in your writing, which I am not going to discuss here… Pay attention to your writing before people notice fallacies or controversies in your own writings…

    Afghans need a macro level strategy to solve their issues; otherwise people of the same political apparatus will keep the status quo for the next generation to come. Anyway, we should work towards transparent, accountable and reliable governance, and it matters…

    Mullah Habibullah

  6. ماشاالله طاهرزی موفق او کامیاب اوسی ډیره په زړه پورې لیکنه دکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *