تاند- د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د پارلمانونو ښځینه غړیو موافقه وکړه چې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د ښځو لپاره د هلوځلو د زیاتولو په خاطر به په خپل منځ کې همکارۍ لا زیاتوي.
دا موافقه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د پارلمانونو د ښځینه استازو په درې ورځنۍ غونډه کې وشوه.
د دوی په ګډ یادښت کې، چې د شنبې په ورځ د دوی د غونډې په پای کې خپور شوی دی، ویل شوي چې د درو هیوادونو د پارلمانونو ښځینه غړې موافقې ته رسېدلي چې دوی په سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي برخو کې له ورته چلینجونو سره مخامخ دي.