تاند- د افغانستان، پاکستان او بریتانیا درې اړخیزه غونډه نن په لندن کې د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کامرون په کوربه توب پیل شوه.

د ولسمشر حامد کرزي، صدراعظم نوازشریف او صدراعظم ډیویډ کامرون ترمنځ خبرې د بریتاانیا د صدراعظم په دفتر کې کېږي.

درې مشران له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان او سیمې پر حالاتو، او دغه راز د سولې او ثبات د ټینګولو پر لارو چارو خبرې کوي.

پرون په کابل کې چارواکو وویل چې ولسمشر کرزی به په دې غونډه کې پر پاکستان فشار راوړي چې د ملاعبدالغني برادر د ځای په اړه معلومات ورکړي او د افغانستان د سولې عالي شورا غړي پرېږدي چې له نوموړي سره وویني.

له حامد کرزي سره د لندن په سفر کې د سولې د عالي شورا ريیس صلاح الدین رباني هم ملګری دی.

ښاغلی کرزی د بریتانیا د پنځه ورځني سفر په لړ کې په اکسفور‌ډ پوهنتون کې د اسلامي نړۍ په اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړي.

له ښاغلي کرزي سره په سفر کې د ده د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال، په نړیوالو چارو کې سلاکار یحیي معروفي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ارشاد احمدي او د سولې د عالي شورا ريیس صلاح اادین رباني ملګري دي.

کرزی به په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون ترڅنګ د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون، دفاع وزیر فلیپ هامنډ، د نړیوالې پراختیا وزیر جسټین ګرنینګ او یو شمېر نورو بریتانیايي چارواکو سره جلا جلا وګوري.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغانستان او بریتانیا له مشرانو سره تر کتنې مخکې د سې شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د سیاسي پخلاینې په بهیر ورګډ شي او د افغانستان ۱۲ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

ښاغلي شریف، چې د سې شنبې په ورځ په لندن کې خبرې کولې، وویل چې طالبان باید د افغانستان د یووالي لپاره د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي. ده تاکید وکاوه، ثبات او سله هغه وخت په افغانستان کې ممکن دی چې ټولې خواوې د سولې په بهیر کې شاملې وي.

هیله ده چې د درو مشرانو د خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړو. د ترلاسه کولو په صورت کې به یې د همدې خبر په دوام کې وړاندې کړو.

لندن ته د ولسمشر کرزي د رسېدو او هرکلي ویدیو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *