تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان مشران سبا /چهارشنبه- جولای ۵/ سره وویني.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان او د پاکستان صدراعظم نوازشریف به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې غونډه وکړي.

ویل شوي چې دوی به په سیمه کې پر سوله او ثبات او له تروریزم سره پر مبارزې خبرې وکړي.

دغه راز تمه ده چې د کاسا زر پروژې په شمول د درو هیوادونو ترمنځ پر سوداګري او تراتزیتي چارو هم درې مشران سلا مشورې وکړي.

له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برښنا د لېږدولو پروژه، چې لا د خبرو په پړاو کې ده، د درو هیوادونو د اقتصادي اړیکو لپاره مهمه بلل کېږي.

ولسمشر غني پرون /دوشنبه/  ترکمنستان ته لاړ او له دغه هیواد سره یې افغانستان ته د برښنا د انتقال، له تورغونډۍ بندر سره د ترکمنستان د ریلارې د اتصال او د جوزجان او مخدوم قلي د پوهنتونونو ترمنځ د عملي همکاریو په شمول یو لړ موافقې وکړې.

ولسمشر غني غواړي چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په وسیله پر پاکستان د افغانستان تجارتي او ترانزیتي اتکا کمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *