تاند- یوې نسبتاً زورورې زلزلې نن د ماسپښین په ۲ بجې او ۷ دقیقې د افغانستان پلازمېنه کابل، ختیځ او شمال ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د زلزله پېژندنې اداره وايي چې د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۳ و او مرکز یې په افغانستان کې د هندوکش په غرونو کې و. خو د هند د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۸ اټکل کړی دی.
راپورونه وايي چې د دې زلزلې ټکان د اسلام اباد، پېښور، لاهور، کشمېر او د نوي ډیلي په شمول د پاکستان او هندوستان په یو شمېر سیمو کې هم احساس شوی دی.
دا په وروستیو ۳۰ یا ۴۰ ورځو کې لږترلږه درېمه نسبتاً زوروره زلزله ده چې په ورته سیمه کې کېږي.