تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: د افغانستان، چین او پاکستان د ځوانو دیپلوماتانو د روزنې او ظرفیت لوړونې لس ورځنی ورکشاپ پيل شو.

دا ورکشاپ د افغانستان، پاکستان او چین د دریمې ګډې غونډې په ترڅ کې د بهرنیو چارو د وزرانو د هوکړې له مخې جوړ شوی چې په کې ۸ چینايي، شپږ افغان او ۲۳ پاکستاني ځوانانو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې چې دا ځوانان د چین- پاکستان، شمالي وزیرستان – غربي پاکستان او همدا راز د افغانستان- پاکستان تر منځ پر فرضي دروازه تورخم وګرځول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *