دا سیالي آیرلنډ په ۵ ویکټونو وګټله او د یو وررځنیو مسابقو لړۍ ورسره مساوي شوه.

دا د افغانستان او آیرلنډ وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه ده چې د هند د دهرادون په راجیوګاندي لوبغالي کې د شهزاد په شپږیزه بیل شوه.

نن شهزاد محمدي او رحمت شاه د افغانستان پرانستګر لوبغاړي دي.

د افغانستان د لوبډلې په ترکیب کې نن حضرت شاه ځاځی نشته. د ځاځي پر ځای جاوید احمدي لوبېږي.

افغانستان په مجموع کې ۵ لوبغاړي بدل کړي دي. آیرلنډ هم څو لوبغاړي بدل کړي دي.

افغانستان د دې سیالیو دوې ګټلي، یوه بایللې او یوه سیالي هم د ورښت له کبله لغوه شوې ده. پچه آیرلنډ وګټله او غوره یې وګڼله چې لومړی باولینګ وکړي. په دې سیالۍ کې افغانستان له ډېره وخته وروسته ظاهرخان او شاهپور ځدراڼ ته د لوبېدو موقع ورکړې ده. ظاهر خان کیڼ لاسی لوبغاړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *