تاند- د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس نن /جمعه/ په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره وکتل.
د سپینې ماڼۍ د ویبپاڼې له مخې، مایک پینس او ډاکتر عبدالله د افغانستان پر سیاسي حالاتو خبرې وکړې او ښاغلي پینس د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د عبدالله همکاري ارزښتناکه وبلله.
دوی د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وروستۍ ستراتیژۍ او د افغانستان پر امنیت د هغې د اغېز په اړه هم خبرې وکړې.
د امریکا مرستیال ولسمشر د القاعده او داعش په شان د نړیوالو تروریستانو او یاغیانو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو مبارزه او قربانۍ وستایلې.
د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر د اصلاحاتو پر دوام او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د تیاریو پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې دا ټول د افغانستان د لا زیات ثبات او فرصتونو لپاره مهم دي.
د افغانستان اجرايي ريیس د امریکا او افغانستان ترمنځ د تلپایه مشارکت او همکارۍ پخلی وکړ.