تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د ملي اردو پر مخابراتي وسایلو یې په ملیونونو ډالر لګولي دي.
د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش له قوله ویلي چې د دغه هیواد پوځ د افغانستان د ملي اردو پر مخابراتي وسایلو تر اندازې زیاتې پیسې لګولي، اضافي لیستونه یې جوړ کړي، ډېره اوجوره یې ورکړې او هره وسیله یې د هغې تر اصلي بیې په زیاتو پیسو رانیولې ده.
د امریکا پوځ ډاترون کمپنۍ ته درې ملیونه او درې لکه ډالره اضافي ورکړي ځکه چې د وسایلو بیې یې مخکې تر مخکې په نورو ځایونو کې ځان ته نه دي معلومې کړي او په دې توګه قرادادکوونکو د فدرالي ادارې مقررات نه دي رعایت کړي.
ډاترون د دفاع وزارت یوه لویه قراردادي کمپنۍ ده چې یوازې له دوه زرم میلادي کال راهیسي یې د امریکا د دفاع وزارت لپاره د څه باندې ۵۲۶ ملیون ډالرو په ارزښت راډیوګانې او تلویزیونونه پېرلي دي.
د امریکا د پوځ د سرمفتش په راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپور شو، له ډاترون شرکت سره د پوځ له لوري د ۳۲۱ ملیونه او پنځه لکه ډالرو په ارزښت د ۱۲۷ وسایلو قرارداد له سره کتل شوی دی.
راپور وايي چې قراردادیانو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره له ډاترون کمپنۍ څخه په سمو او مناسبو بیو وسایل نه دي اخیستي.
تر نیمايي زیات وسایل، چې بیې یې د سرمفتش له لوري څېړل شوي دي، تر هغه څه زیاتې دي چې باید وای.
د جون په میاشت کې هم د پوځ په راپور کې څرګنده شوې وه چې پوځ د ۳۲۱ ملیون ډالرو په ارزښت د مخابراتي وسایلو په رانیولو کې ۱۳۸ ملیون ډالره اضافي پیسې ورکړي دي.
راپور وايي چې د دفاع وزارت د امنیتي همکارۍ اداره، چې د دفاعي څانګو او ټکنالوژۍ د قراردادونو په برخه کې کار کوي، د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د نورو وسایلو په قراداد کې د پنځو ملیون ډالرو د څرک په لګولو کې پاتې راغلي دي.
اصلی فسادګران دادی وګوره، خدای مو و شرموه