د افغانستان الف او تاجکستان ملي کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو سیالیو لړۍ دوهمه سیالي نن د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیده.
ددغې لوبې پچه د افغانستان الف لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. د افغانستان توپوهونکو په ټولو ۴۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۸۰ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نجیب ترکي ۱۱۸، جاوید احمدي ۱۰۱ او شفیق الله شفق ۲۶ ناسوځیدلې منډې وکړې. د تاجکستان توپ اچونکو له لوري ضیاءالحق دوه او منور د افغانستان یو لوبغاړی وسوځاوه.
د تاجکستان ملي لوبډلې ونه کړای شول یاد هدف ترلاسه کړي. دوی په ټاکل شویو ۴۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۴ منډې جوړې او لوبه یې د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله. د تاجکستان له لوري ندیم ۵۴ او مراد علی ۳۶ منډې جوړې کړې.
د افغانستان توپ اچونکو له لوري یامین احمدزي او عالم د تاجکستان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
نجیب ترکی چې د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی وو، د تاجکستان کرکټ مسئول نعیم څخه یې خپله ډالۍ تر لاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې ددغې سیالۍ وروستۍ لوبه به د سه شنبې په ورځ تر سره شي.