تاند- د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمد الله مُحب په مشرۍ یوه جګپوړي افغان پلاوي پرون /سې شنبه/ له پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي همکاریو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په پلاوي کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هم ملګری و.

دوی په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز قمر جاوید باجوه په مشرۍ له پاکستاني لوري سره خبرې وکړې. په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سُهیل محمود هم برخه لرله.

پاک تریبیون وايي چې د دواړو پلاوو د خبرو په پای کې کومه ګډه اعلامیه یا بیان نه دی خپور شوی.

خو تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل ویلي و چې افغان پلاوی د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په بلنه اسلام اباد ته تللی دی.

اسلام اباد ته د ښاغلي محب په مشرۍ د افغان پلاوي دا سفر له یوې نسبتاً اوږدې مودې وروسته پاکستان ته د افغان چارواکو سفر دی. تر دې وړاندې د تېر کال په نوومبر میاشت کې (نژدې ۷ میاشتې پخوا) یو جګپوړی افغان پلاوی پاکستان ته تللی و چې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته لاړ شي. ښاغلي غني تېره میاشت د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټېلفوني خبرو کې اسلام اباد ته د سفر لپاره د نوموړي بلنه منلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *