تاند – د افغانستان او آیرلنډ د ملی لوبډلو ترمنځ دوهمه مسابقه د شمالي آیرلنډ په مرکز بلفاست کې روانه ده. پچه آیرلنډ ګټلې او لومړی یې باولینګ غوره کړی دی. د دې لړۍ لومړۍ مسابقه آیرلنډ په لوی توپیر (۷۲)  منډو ګټلې ده. د نړیوال جام په درشل کې دغو اتلولیو ته په ښه روحیه د تګ په خاطر د افغانستان لپاره د دې مسابقې ګټل ډېر مهم دي. شمالي آیرلنډ د بریتانیا د خاورې برخه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *