تاند، پنجشنبه، د حمل ۷مه: په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا هیوادونو له افغانستان سره راکړه ورکړه محدوده کړې، ازبکستان وايي، ولسمشر یې شوکت میرضیایف د افغانستان له ولسمشرمحمد اشرف غني سره ټېلفوني خبرې وکړې.
د ازبکستان د ملي خبري اژانس (UzA) د راپور له مخې، دواړو ولسمشرانو د کورونا وایرسو د خپرېدو له کبله په رامنځته شوي وضعیت او د دغو وایرسو په وړاندې د دوو هیوادونو پر اقداماتو هم خبرې وکړې.
ولسمشر اشرف غني د کورونا وایرسو پر ضد د ازبکستان اقدامات وستایل، ویې ویل چې د ازبکستان له لوري د حیراتان – مزارشریف رېللار، د برېښنا، خوراکي او صنعتي موادو صادرات او د دغه هیواد له لارې د افغانستان د صادراتي مالونو ترانزیت او نورې مرستې د کورونا وایرسو پر ضد په مبارزه کې مهم رول لري.
د ازبکستان د دولتي خبري اژانس د راپور پر اساس، د دواړو هیوادونو مشرانو د کورونا وبا د مخنیوي لپاره د دوو دولتونو ترمنځ د لا زیاتې نژدې همکارۍ او همږغۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
ازبک ولسمشر ښاغلي غني ته د بیا ولسمشر انتخابېدو مبارکي وویله او په عین حال کې دواړو ولسمشرانو یو بل ته د نوروز او پسرلي مبارکي وویله.

له بلې خوا په بلخ ولایت کې سوداګر او د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره خپلې پولې بندې کړي چې له کبله یې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي.
د افغانستان په شمالي زون کې د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر ارش بونسي نن خبریالانو ته وویل چې د حیرتان، شېرخان بندر او اقنې بندر له لارې صادرات درول شوي او له قزاقستان او ازبکستان څخه پر وارداتو محدودیت لګول شوی دی.