تاند- د افغانستان او امریکا دفاع وزیرانو د افغانستان د امنیتي وضعیت او پاکستان په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان دفاع وزارت نن /پنجشنبه/ وویل، د متحدو ایالتونو دفاع وزیر جیمز متیس له خپل افغان ساري طارق شاه بهرامي سره په ټېلفوني خبرو کې وویل، امریکا به تر هغو د اسلام اباد پر ضد فشار ته دوام ورکړي چې د تروریستانو مرکزونه په دغه هیواد کې له منځه تللي نه وي.
د امریکا دفاع وزیر له افغانستان سره د خپل هیواد د پوځي او سیاسي ملاتړ پر دوام هم ټینګار وکړ.
ده وویل، امریکا له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د افغان ملي اردو د مدرن او ځوان کېدو ملاتړ کوي.
متیس دغه راز وویل چې امریکا به د افغانستان د هوايي ځواک ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې ده چې امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته تر ۲۰۲۰ پورې ۱۵۹ بلک هاوک جنګي هیلي کوپترونه ورکړي. د دغو هیلي کوپترونو دوې په وروستیو کې افغان هوايي ځواک ته وسپارل شوې.
همداراز امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته یو شمېر سوپر توکانو الوتکې ورکړي او نورې هم ورسپاري.
متحدو ایالتونو تېره اوونۍ افغان هوايي ځواک ته د ۷ ترانسپورتي الوتکو د اخیستلو اعلان هم وکړ.
د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د متحدو ایالتونو دفاع وزیر ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د هیواد دښمنان نه پرېږدي چې په افغانستان کې خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته ورسېږي.
ده همداراز وویل، افغان اردو په اوسنیو شرایطو کې له دفاعي حالته تهاجمي حالت خپل کړی او له فساد سره د مبارزې لپاره یې هم جدي اقدامات پیل کړي دي.