د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ دوه اړخيز امنيتي تړون

 

د امريکا د متحده ايالاتو سفارت

کابل افغانستان

 

مالوماتي پاڼه / فکټ شيټ

 

د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر ۳۰ مه نیټه

 

د ۲۰۱۲ کال د مې په ۲ مه نیټه د امريکا متحده ايالاتو او افغانستان، د امريکا د متحده ايالاتو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت تر منځ د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک کړ، د لسو کلونو لپاره د اوږد مهاله ستراتيژيک ګډون او مشارکت هوکړه چې د افغانستان د حاکميت، ثبات او سوکالۍ د ټينګښت او د القاعده او دهغه د نورو ترهګرو څانګو پر وړاندې مبارزه کې د مرستو د دوام لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د اوږد مهاله ژمنې څرګندونه کوي.

د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۳۰ مه نیټه د امريکا متحده ايالاتو او افغانستان دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړ. دا د پياوړيو دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت په موخه يو بل ارزښتمن ګام، او د افغانستان د اوږد مهاله امنيت د ملاتړ لپاره يو اړين عنصر ګڼل کېږي. دوه اړخيز  امنيتي تړون به د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ د مياشتې په لومړۍ نیټه د تنفيذ وړ وي.

امنيتي برخه

د افغانستان لپاره تر ټولو غوره امنيتي تضمين د وړ او باوري ملي امنيتي ځواک درلودل دی. د افغانستان امنيتي ځواکونو لا وار د مخه د افغانستان د امنيت خوندي کولو مسئووليت په غاړه اخيستی او د روان کال په پای کې به يې په بشپړه توګه واخلي. دوه اړخيز امنيتي تړون د اوږد مهاله امنيتي همکاريو په برخه کې د افغانستان سره د امريکا د متحده ايالاتو ژمنه څرګندوي. دغه تړون يوه قانوني اډانه را منځته کوي چې د هغه پر بنسټ به د امريکا متحده ايالات د افغانستان د امنيتي ځواکونو روزنې، مشورو، او مرستو ته دوام ورکړي او د هغوی وړتياوې زياتې کړي. همدارنګه دوه اړخيز امنيتي تړون د امريکا متحده ايالاتو او نړيوالو متحدينو ته لاره هواروي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د پايښت لپاره اړينو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

د امريکا د متحده ايالاتو ځواکونو ته د امتيازونو، معافيتونو او صلاحیتونو په بيانولو سره، دوه اړخيز امنيتي تړون دغه ځواکونه په دې توانوي چې د افغانستان سره د مرستې په موخه خپل شتون ته دوام ورکړي. دغه قانوني لایحه د امريکا د متحده ايالاتو د وسله والو ځواکونو په ټولو غړو او ټولو هغو کارکوونکو چې هر وخت او د افغانستان په هره برخه کې د متحده ايالاتو د دفاع وزارت له خوا په دنده ګومارل کیږي، د پلي کولو وړ دی.

سياسي برخه

Atmarدوه اړخيز امنيتي تړون د دغه ټکي ښکارندوی دی چې د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ سیاسي او پوځي مشارکت به د اوس او راتلونکې لپاره پياوړی پاتې شي.

د دوه اړخيز امنيتي تړون پلي کول به د امريکا متحده ايالات او نور هېوادونه باوري کړي چې د افغانستان سره د خپلو امنيتي او پراختيايي مرستو وړاندې کولو ته دوام ورکړي. دغه تړون به د امريکا متحده ايالات پرېږدي چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو سره د تېرو لاسته راوړنو د ساتلو او په راتلونکې کې په دغه لاسته راوړنو د ور زياتولو په برخه کې کار او همکاري وکړي. همدارنګه دوه اړخيز امنيتي تړون پانګوالو ته د افغانستان د راتلونکې په هکله ډاډ بخښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *