اتمر او مک ماستر

ارګ- د ملي امنیت شورا دفتر
۱۲جوزا ۱۳۹۶

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار ښاغلي مکماسټر، د کابل له خونړۍ پیښې وروسته په یوه ټیلفوني اړیکه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر سره مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي مکماسټر د کابل د خونړۍ پیښې له امله د خپلو خلکو او دولت په استازيتوب د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته د غمشریکۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل. ښاغلي ماسټر د افغان باعزمه او پیاوړو ځواکونو د قربانۍ او سرښیندنې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو په خپلۍ قربانۍ سره د برید کوونکي موټر وړاندې له دې، چې ټاکلي هدف ته ورسیږي وپیژانده او دښمن ته یې د مخکې تګ اجازه ور نه کړه.
د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار له ښاغلي اتمر سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو خلک او دولت به د افغانستان له خلکو په ځانګړي توګه له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمدحنیف اتمر د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار له غمشریکۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه.

ښاغلي اتمر له خپل امریکايي ساري سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د امنيتې تړون په چوکاټ کې د لوړې کچې سلا مشورې ته اړتیا ده. د هېواد د ملي امنیت سلاکاروویل، چې په کابل کې پر ملکې وګړو خونړی برید د افغانستان له پولو څخه د باندې پلان شوی او د افغانانو پر ضد لویه امنیتي دسیسه وه.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، چې د تروریزم او د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو د نابودۍ او مشترکې مبارزې په موخه د لوړې کچې سلا مشورې باید دوام پیداکړي.
دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په نیږدې ورځو کې به د امنیتي تړون په چوکاټ کې دلوړې کچې سلا مشورې پیل کړي او د افغانستان له خلکو څخه د فاع په موخه به د لا ټینګې او دومداره مبارزې پراغیزمنو لارو چارو بحث کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *