تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ پر اساس رویټرز خبري اژانس وايي چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې د سولې د راتګ لپاره له طالبانو سره د سولې هڅو ته ادامه ورکړي.
ده همداراز ټینګار وکړ چې امریکا د هغې سولې ملاتړ کوي چې ورسره شخړې راکمې شي او په افغانستان او سیمې کې ثبات راشي.
اوباما د افغانستان له ګاونډیو سره اړیکي د اړیکو په پراخولو کې او د سولې او پخلاینې د خبرو په پرمخ بېولو کې د ولسمشر غني د رول یادونه وکړه.
د دې ویډیو کنفرانس پر مهال د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن او د افغانستان اجرایي رییس عبداله عبدالله هم حاضر ول.
له بلې خوا ارګ د دې ویدیو کنفرانس په اړه ویلي چې د امریکا ولسمشر د ترورزم پرضد د افغان امنیتي ځواکونو مېړانه وستایله او ولسمشر اشرف غنی ته یې وویل چې دی د افغانستان د امنیتي ځواکونو له هڅو اغیزمن شوی دی.
ارګ د ولسمشر بارک اوباما له خولې زیاته کړې چې په امنیتي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې له نور پرمختګ سره به نوموړی د بروکسل او وارسا په راتلونکو سرمشریزو کې د افغانستان لپاره د ملاتړ جلبولو ته دوام ورکړي.
اوباما په داسي حال کې د افغانستان له ولسمشر سره دا خبرې وکړې چې په لنډو ورځو کې به په پاکستان کې د افغان طالبانو او افغان حکومت استازي مخامخ خبرو ته کښېني.
د پاکستان استخباراتي سرچینې وايي چې غالباً به ملا اختر محمد منصور په خپله د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.