تاند- د امریکا او افغانستان ولسمشرانو نن /پنجشنبه/ په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د دوه اویایمې ناستې ترڅنګ په خپل منځ کې خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو او زړه ورتیاوو ستاینه وکړه، ویې ویل افغانستان هغه هیواد دی چې تر ۲۰ ډېرې تروریستي ډلې پکې فعالیت کوي چې دومره ډېرې ترهګرې ډلې بل هیڅ ځای نشته.

ده، چې له ولسمشر غني سره یوځای د خبریالانو مخته خبرې کولې، همداراز وویل، افغانستان هغه هیواد دی چې پر امریکا د دوه زره لومړي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي بریدونو عاملانو پکې اړولي ول.

ډانلډ ترمپ له افغانستان سره د مرستو یادونه وکړه خو په تاکید یې وویل چې امریکايي پوځیان به په جګړه کې ګډون نه کوي او یوازې به افغان امنیتي ځواکونه روزي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د امریکا د اقتصادي، پوځي او سیاسي مرستو مننه وکړه، ویې ویل چې افغانان به خپله جګړه پخپله پرمخ بیايي او له امریکا څخه سپین چک نه غواړي.

ده همدار وویل چې حکومت یې له فساد سره د کلکې مبارزې او د نړیوالې ټولنې د مرستو د محاسبې لپاره کلک هوډ لري.


ولسمشر غني له ښاغلي ټرمپ څخه د افغانستان او سیمې لپاره د نوې ستراتیژۍ په خاطر مننه وکړه او هغه یې تاریخي پرېکړه وبلله. ده وویل چې دې پرېکړې د بې یقینۍ حالت پای ته ورساوه.

ولسمشر غني د ټرمپ له لوري د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه وویل«زه په ځانګړي ډول په دې مننه کوم چې امر مو کړی د امریکا د قدرت ټول سیاسي، پوځي او اقتصادي وسایل دې د عمل په یوه همږغي پلان کې سره رایوځای شي څو افغانستان د څلوېښتو کلونو له کړکېچه ووځي او د ثبات او سوکالۍ خاوند شي.»

ښاغلي غني دا مهمه وبلله چې د دې ټولو هلوځلو په پای کې سیاسي جوړجاړی په پام کې نیول شوی دی.

ښاغلي غني د امریکا ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې په جګړه کې به امریکايی پوځیانو ته اړتیا نه پرېږدي او دا به افغان ځواکونه او پوځیان وي چې د جګړې پېټی به په اوږ اخلي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال وویل چې افغانستان ته به نور ځواکونه ولېږي خو دا یې ونه ویل چې څومره نور پوځیان به راولېږي.

ښاغلي غني د نویو رالېږل کېدونکو امریکايي پوځیانو په اړه وویل چې دا پوځیان به هم په جنګ کې ګډون نه کوي او ویازې به افغان امنیتي ځواکونو ته د مشوره ورکولو او روزنې دنده په غاړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *