افغان حکومت اعلان کړی چې امریکا متحده ایالاتو په ځینو برخو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د اکمالاتي مرستو لړۍ ودرولې.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو که څه هم دغه خبره رد کړې او ویلي چې دوی په دوامداره بڼه افغان ځواکونو ته اکمالاتي مرستې رسوي.

د دغو اړیکو وروستي ظاهري ترینګلتیاوې سره له دې چې د شک په سترګه ورته کتل کیږي،خوله واقعیته لرې موضوع هم نه شي ګڼل کیدای.

که دا مسله ریښتیا وي،نو دا به د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د خطر د زنګونو پیل پیل وي.

فشار که لوبه؟

د ولسمشرۍ ماڼۍ په هغه اعلامیه کې چې د ولسمشرپه مشرۍ په ملي امنیت شورا کې د دې مسلې د مطرح کیدو او بحث خبره پکې شوې،د یادې شورا په حواله راغلي چې د امریکا دغه کار د امنیتي تړون د زرلاسلیک په اړه پرافغان حکومت د فشار د وسیلې په توګه ترسره شوی.

د افغانستان اوامریکا په اړیکو کې د نورې نړۍ د دیپلوماتیکو لوبو او مناسباتو د معمول مطابق پریو بل له مختلفو لارو فشار واردول نوې خبره نه ده.

په تېرو دولسو کلونو کې له همدغو فشارونو څخه د استفادې تکتیک و،چې افغانستان او امریکا یې په دوه اړخیزو اړیکو کې د ځینو مسایلو په اړه چوپ ساتلو ته مجبور کړل.

امریکا چې هرکله په افغانستان کې د فساد،کمزورې حکومتوالۍ یا بلې داسې مهمې مسلې په اړه اعتراض کړی،افغان حکومت او شخصا ولسمشرکرزي د دې اعتراض سبب د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې کوشش،د بهرنیو عملیاتو او په ترڅ کې یې د ملکي تلفاتو خلاف د غږ خاموشه کولو هڅه یا بل داسې د ورځیني سیاست او احساساتو په نرخ نوم یې ورکړی.

همدا شان افغان حکومت که کله پرامریکا له افغانستان سره د ژمنو د سم نه تطبیق یا سرغړاوي غږ کړی،نو امریکایي حکومت او رسنیو زر د فساد،ناقانونۍ یا بلې جدي مسلې رسوایي او نقادي کړي ده.

د دواړو لورو یوشمېرمنتقدانو د دې فشاربازۍ په عکس العمل کې ویلي او دا ممکن ریښتیا هم وي چې د افغانستان او امریکا حکومتونو دا فشاربازۍ هم په پلاني ډول کړي.

دوی په دې کارسره ښایي دا غوښتي وي،چې د یو بل د نقدولو له لارې د درېیمګړو معترضو قوتونو د رامنځته کیدو او میدان ته کیدو مخنیوی وکړي.

د امنیتي  تړون د زریا په ځنډ او مشروط لاسلیک په اړه وروستي مناسبات هم داسې رنګ لري،چې نه شي کیدای په اسانۍ سره د فشاریا پټې لوبې نوم ورکړل شي.

د خطرزنګ

ځینې داسې نښې هم شته،چې ممکن د افغانستان او امریکا د اړیکو وروستۍ ترینګلتیا واقعي او فضا په ریښتیا سره همدومره جدي وي.

که دا خبره وي نو په دي جدي ماحول کې ��رافغان ځواکونو د امریکا اکمالاتي بندیز د یوه جدي خطر لړزونکی زنګ دی.

ځکه افغان حکومت پرفساد زدګۍ او کم ظرفیتۍ سربېره دا جدي ستونزه هم لري،چې خپل اقتصادي او پوځي ضرورتونه خپله نه شي پوره کولای.

په لنډه تېره ماضي کې د ډاکټرنجیب الله د کمونیست پلوه حکومت سقوط د ولسمشرکرزي حکومت ته مهمه تجربه ده،چې باید ګټه ترې واخلي.

د هغه حکومت د سقوط یو مهم سبب همدا ګڼل کیږي،چې ملاتړکوونکي هېواد یې(پخواني شوروي اتحاد)د خپلې اقتصادي او پوځي کمزورۍ له وجې ورسره دوامداره مرستې ونه کړی شول.

احساساتي او شخصي چلند

پرښاغلي کرزي د ده سیاسي مخالفین ادعا لري،چې لوبه د ده د احساساتي او شخصي چلند له لاسه داسې خطرناکې مرحلې ته رسیدلې.

دوی استدلال کوي،چې ولسمشرباید د امنیتي تړون په اړه شرایط ورځ تربلې نوي او داسې وضع نه کړي،چې ناممکن او د ده د شخصي ګټو د تضمین شک او ګومان پرې وشي.

د ولسمشرپه اړه داسې قضاوتونه تریوه حده ریښتیا هم دي،په یوازې ځان د ده ترتیب شوی او زر بدلیدونکی موقف خلکو ته سوال پیدا کوي،چې ولسمشرله امنیتي تړون څخه بالآخره څه غواړي؟

دا سوال دوه خبرې په نتیجه کې بیا را وباسي،یو دا چې یا خو ښاغلی کرزی د سیاسي واک له پای ته رسیدو وروسته یې د ځینو هدفونو لپاره له دې تړونه د منفي استفادې نیت لري او یا دا چې د تړون په اړه خبرې بشپړې دي او ولسمشرد تمثیل پړاوونه لنډوي.

خلکو ته دا پیدا شوی سوال ځوابول غواړي،ځکه اوسني حالت په ولس کې تشویش زیات کړی،پراقتصاد یې منفي اغېزکړی او د افغانستان عامه ذهنیت د سرګردانۍ او وېرې یوې سختې مرحلې ته ننوتي.

ولسمشرکرزی باید د دې حالت د سمولو لپاره عاجل اقدام وکړي او افغانانو ته د دې حالت شاته پرته رازونه،هدفونه او نورهرڅه په روښانه ټکو ووايي.

ښاغلی کرزی باید دا هم له یاده ونه باسي،چې که د امنیتي تړون په لاسلیک کې عجله او تېروتنه ورته جدي تاریخي مسولیت لري،نو په دې لاسلیک کې ځنډ او د خطرونو خوا ته له دې کبله د افغانستان د سفر مسولیت به هم د ده پرغاړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *