په پام کې ده د افغانستان او ايران چارواکي په خپلو کې د هوايي ټرانسپورټ پر مسئله خبرې وکړې.
د ايران د هوايي چلن ادارې مرستيال محمد کرامي د ايرنا خبري اژانس ته پرون وويل، د افغانستان يو هيئت به په نژدې راتلونکي کې ايران ته سفر وکړي، چې د هوايي ټرانسپورټ پر همکارۍ او د الوتنو پر زياتولو له ايراني لوري سره خبرې وکړي.
د کرامي په خبره دا مهال د افغانستان او ايران ترمنځ په اوونۍ کې ١٥ الوتنې کېږي، خو که چېرې دواړه لوري موافقه وکړي، دغه الوتنې به په اوونۍ کې ٣٦ ته زيات شي.
د افغانستان او ايران ترمنځ د کلني تجارت اندازه دوو ملياردو ډالرو ته رسېږي او دا رقم په زياتېدو دى.
خو کارپوهان انتقاد کوي، چې ايران زيات مهال دوه اړخيزو تعهداتو ته ژمن نه پاتې کېږي او اکثره وخت يوازې خپلو ګټو ته ګوري.