تاند- د افغانستان او ایران ولسمشرانو نن د نوروز په مناسبت له یو بل سره ټېلفوني خبرې وکړې او په ترڅ کې یې پر خپلمنځي اړیکو نظرونه تبادله کړل.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه ایراني ساري حسن روحاني د دوو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتېدا تاکید وکاوه.

د ایرنا پر اساس د افغانستان ولسمشر خپل ایراني ساري او د ایران خلکو ته د نوي کال مبارکي وویله.

ده د دوه اړخیزو همکاریو د لا زیاتېدو پر ضرورت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ایران رول مهم وباله.

د افغانستان ولسمشر د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي ته د روغتیا هیله او د ایران د ملت لپاره د بري او سوکالي غوښتنه وکړه.

د ایران د رسمي خبري اژانس (ایرنا) له راپور سره سم، د ایران ولسمشر حسن روحاني هم خپل افغان ساري ته د نوي ۱۳۹۵ لمریز کال مبارکي ورکړه او په ټولو برخو کې یې له افغانستان سره د ایران د اړیکو او همکاریو پر براختیا ټینګار وکړ.

افغانستان او ایران په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې له هجري لمریز کال څخه پکې کار اخیستل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *