تاند- ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د لندن نړیوال کنفرانس د افغانستان، بریتانیا او د افغانستان د ګڼو مرستندویو هیوادونو د چارواکو او استازو په ګډون پرانستل شي.
په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو او ژمنو اندازه څرګنده شي.
د لندن د کنفرانس د ترتیبوونکو په وینا په دغه کنفرانس کې به د افغانستان حکومت ته زمینه برابره شي چې د اصلاحاتو د طرحې په وړاندې کولو له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې اوږدمهال ملاتړ خپل کړي.
ټاکل شوې ده چې غونډه د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور بجې پیل شي.
ویل شوي چې د غونډې پرانستونکې وینا به د افغانستان اجرايي مشر عبدالله عبدالله وکړي او وروستۍ وینا به ولسمشر اشرف غني وکړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون، د پاکستان صدراعظم نوازشریف، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هغه چارواکي دي چې په دغه کنفرانس کې یې د ګډون اعلان شوی دی.
استرالیا وايي چې په بریتانیا کې به د استرالیا لوی کمیشنر الکساندر ډاونر د دغه هیواد په استازیتوب د افغانستان په باب د لندن په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له خولې ویل شوي چې د لندن کنفرانس به د افغانستان د حکومت لپاره یو پلېټفارم وي چې د اصلاحاتو لپاره خپل پلان اعلان کړي او د نړیوالې ټولنې اوږدمهال ملاتړ پرې ترلاسه کړي.
په همدې منځ کې د اکسفام مرستندویې موسسې له استرالیا وغوښتل چې له دغه کنفرانسه په استفادې د دې پخلی وکړي د افغان ښځو لپاره ترلاسه شوي حقونه به دوام کوي.
پرون د پاکستان صدراعظم نوازشریف له ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله سره د لندن د کنفرانس په درشل کې وکتل.