تاند- د بنګله دېش کرکټ بورډ نن /سې شنبه/ وویل، د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوره سیالیو د لړۍ ځای او نېټه کره شوه.
د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي، د دواړو هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ به دا شل اوره سیالۍ د جون په میاشت کې د هند د اترپردېش ایالت په دهرادوم لوبغالي کې وشي چې نوی جوړ شوی دی. (تفصیل)