تاند- د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن د ګولډ کپ په سیالیو کې به د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله سبا د بوتان له ملي ټیم سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم، چې تېره اوونۍ یې په کابل کې د پاکستان ملي لوبډله په یوه دوستانه مسابقه کې درې پر صفر ماته کړه، نیپال ته رسېدلی دی.

نیپال په ۲۰۱۲ کې د دغو سیالیو کوربه ټاکل شوی و.

ټاکل شوې ده چې افغان ټیم د بوټان ترڅنګ په بي ګروپ کې له سریلانکا او مالدیپ سره هم مسابقې وکړي.

په جنوبي اسیا کې فوټبال چندان وده نه ده کړې او د فوټبال ټیمونه یې کمزوري دي. یوازي هند نسبتاً غښتلی دی خو هند هم د اسیا په لومړی او دوهم درجه ټیمونو کې نه حسابېږي.

د جنوبي اسیا د فوټبال د فدرېشن د ګولډ کپ یا طلايي جام په سیالیو کې د اتو هیوادونو لکه پاکستان، نیپال، هند، بنګله دېش، افغانستان، سریلانکا، بوټان او مالدیپ ټیمونه برخه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *