تاند: افغانستان او ترکمنستان په هرات کې د ګډو اقتصادي همکاریو په ناسته کې مهم تړونونه لاسلیک کړل.
د ترکمنستان د کابینې رئیس او خارجه وزیر رشد مرادوف له لوړ پوړي پلاوي سره د تورغونډۍ په بندر افغانستان ته را اوښتی او د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي هم د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته ورغلی او ګډې ناستې نه وړاندې یې د ریل پټلۍ د پروژې د پراختیا او پانګونې برخه کې تړونونه کړي دي.

لاسلیک شویو تړنونو کې د قرقین ـ خماب د ۱۱۰ کیلو ولټه بریښنا لاین، د ټاپ ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا لاین، د تورغونډۍـ هرات د ۲۲۰ کېلو ولټه لاین غځولو او د اقینې ـ شبرغان تر منځ د ۵۰۰ کېلو ولټه بریښنا لاین تېرولو پروژه د بریښنا وزارت له سرپرست محمد ګل خلمي او د بریښنا شرکت له رئیس امان الله غالب سره لاسلیک شوې.

ترکمنستان د افغانستان مهم اقتصادي ملګری هیواد دی چې د ټاپ، ټاپي په څېر د سیمه ییزو پروژو په تطبیق کې د افغانستان همکار او کابل ته د بریښنا مهم واردوونکی هیواد دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *