د وږي د میاشتي په پینځمه نيټه د ترکمنستان هيواد ولسمشر کابل ته په يو رسمي سفر راغلو چې ورسره جوښت د ښار واټونه بند، ښونځي تړلي د کابل ښار اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شول.

د دې سفر پرمهال ترکمن ولسمشر له خپل سیال محمد اشرف غني او نور چارواکو سره لیده کاته وکړل. د لیدو تر څنګه د دواړو خواو ترمنځ یوشمیر مهم اقتصادي تړونونه هم لاسلیک شول. په دغو تړونونو کې د ترکمنستان هيواد له خوا افغانستان ته د وارداتي بريښنا د پنځه برابر کیدا، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړ والی، د طبعي ګازو د وارداتو ډیرښت، د ترکمنستان له خوا د ګازو پایپ لاین تر اقینې بندره جوړول، د افغانستان، آذربایجان، ترکیې او ترکمنستان تر منځ د ورېښمو د لارې بیا ژوندي کول او د ټاپي پروژې د عملي کولوپه چارو خبرې، شاملې وې. که پورتنیو موضوعات ته وګورو نو په څرګند ډول وینو چې دا اړیکي تر ډيره بریده د ترکمنستان هيواد په ګټه دي. د اوسنیو اړیکو له مخې موږ کولی شو د راتلونکي په اړه قضاوت وکړو. همدا اوس مهال افغانستان هر کال ترکمنستان ته د 40 میلونو ډالرو په شاوخوا کې د وارداتي بريښنا پیسې ورکوي که بريښنا پینځه برابره شي نو دا مقدار به 200 میلونو ډالرو ته لوړ شي په پنیځو کالو کې ترې يو ملیارد ډالر جوړيږي . له بلې خوا زموږ خپلې سرچینې کولی شي چې تر دیرش زرو میګا واټو بريښا تولید کړي . د ټول هيواد لپاره اته زرو میګا واټو بريښنا ته اړتیا په یادو پيسو کولو شو چې د بريښنا بند جوړ کړو . بل لوی زیان د اسعارو له لاسه ورکول دي چې د افغانیو بهرنۍ ارزښت ورسره ټيټيږي.

په همدې ډول د سوداګرۍ په برخه کې موږ له ترکمنستان څخه هر کال د 460 ميلونه ډالر و په ارزښت واردات لرو او صادراتو مو پینځ نیم میلونه ډالره دي چې دا هم لویه خلا ده که دا مقدار پورته ځي نو مانا دا چې د وارداتو کچه لوړيږي ځکه په هيواد کې خو شته سوداګرو،صنعت ګرو ،پانګوالو سره مرسته نه کيږي تر څو کورني تولیدات ولرو . کوم هيواد چې کورني تولیدات ونلري نو څه شی به صادر کړي.

د دې ترڅنګ د اقينې تر بندره د ګازو د نلیکې جوړول هم د ترکمنستان په ګټه دي . هغوی به موږ ته ګاز صادروي موږ به پرې د لنډ مهال لپاره خپلې ستونزې حل کړو خو د اوږد مهال لپاره موږ پلان نه لرو دا په داسې حال کې ده موږ په پخله 1.5تريليونه متره مکعب ګاز او 95 ميليون بيرله تيل لرو خو کار پرې نه کوو همداسې پاتې دي . په يوه برخه کې چې د ټرانزیټ برخه ده موږ هم کولو شو ګټه ترې واخلو ځکه د وريښمو لار او د ټاپي پروژه چې دا پروژه زموږ لپاره ډیره ګټوره ، په دې پروژه کې به هر کال افغانستان 200 میلونه ډالره 500 کیوبک متره ګاز تر لاسه کوي او هم به 12000 افغانانو د کار کولو زمینه برابره شي . خو په عمومي ډول په دې پروژه کې هم د ترکمنستان ګټه له موږ څخه ډيره ده ځکه دوی هم ګاز صادروي او د افغانستان لار ورته له نورو لارو نژدې ده او زموږ لپاره هم ښه ګټوره ده . مانا دا چې په پورتینو پروژ کې يوازې د ټاپي پرژوه د دواړو خواو په ګټه ده او پاتې نورې زموږ نه د ترکمنستان په ګټه دي .
ځکه که پورتنی پروژې عملي شي نو موږ به د بريښنا ،سوداګرۍ،ګازو او نورو برخو کې په ترکمنستان هيواد تکیه شو خپله اقتصادي خپلواکي به ونلرو هيواد به هماغه مصرفي اقتصاد ولري یوازې د وارداتو د راوړلو هيواد به مو بدل شوی وي .

په خامتا دوطن کړه فخر ملنګ جانه
د پردو پشمینه ډکه له پیغور وي

One thought on “د افغانستان او ترکمنستان نوي اقتصادي خپلوي/ محمد داود نیازی”
  1. زموږ ګټی ،زموږ ضرورت ، زموږ واک او داسی نور هغه څه چه د یو ملت قوت او عزت کی رول لری اوپه عام ډول دملی ګټو اوحیثیت تر نوم لاندی راتلی شی چه ددی ګټو تشخیص او ساتنه د پوه ،امین او مدبرو مشرانو وظیفه ده بیاځینی تش په نامه دوستان د تعاون تر نامه لاندی هغه څه راکوی چه زموږ مشکل نه حل کوی او شرط یی هم دا وی چه د نورو د مرستی په اخیستو کی به له دوی نه اجازه او موافقه اخلی!!! نه موږ منحیث د یوه مستقل ملت او دولت په ټوګه حق لرو هغه څه وکړو چه زموږ ملی منافع یی ایجابوی نه شخصی یا ګروهی یا د کوم بل تحمیلګر او ښکرور چه د نورو ګټی دلته ساتی
    هو که زموږ مشران د مشرانو وظایف تشخیص او تر سره یی کړی او د غیر ضروری او مضر او متعفن انحصار نه لاس واخلی او اولویاتو ته تر جیح ورکړی شی او دملی ګټو په ارجحیت سره لاس په کار شواو په وړو او غیرضروری کارونو د ملت وخت ،ثروت او امانت ضایع نکړو کولی شو د ملی ګټو د حصول له لاری د ملت د حیثیت او قوت اعاده کړو ورنه یواځی خودبینی او خود پسندی تر ټولو بد هلاک کوونکی دی چه فرد او ملت د تباهی کندی ته غورځوی نو هغه څه کول پکار دی چه اسلامی او ملی ارزښت ولری او دا ارزښتونه د معاملی او انحصار ښکار باید نشی او د دوه ډلګیو ګټی تر دی لاندی باید وکتل شی نه دا چه دملت ګټی د دوی د ګټو قربانی شی چه اکثریت د ملت باندی ظلم او ظلم پایښت نلری او لار ده د تباهی خواته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *