تاند- د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن /دوشنبه/ د فاریاب ولایت په اقینه بندر او د ترکمنستان په امام نظر سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان د رېلګادي پټلۍ رسماً پرانسته.
ولسمشر غني د ترکمنستان امام نظر سیمه کې د رېلارې په پرانستونکې غونډه کې دا پټلۍ د سیمط د همکاریو لپاره مهمه وبلله.
د ترکمنستان ولسمشر محمد اوف هم وویل چې د دې پروژې افتتاح د سیمې او نړۍ د هیوادونو د همکارۍ لپاره اسانتیا رامنځته کوي.
دا ۳ نیم کیلو متره رېللار، چې د ترکمنستان له اتا مراد سیمې د افغانستان تر اقینې بندره غځېدلې، د ترکمنستان له لوري جوړه شوې ده.
ټاکل شوې ده چې دا پټلۍ د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ۳۰۰ کیلومتره وغځېږي او ترکمنستان د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره وصل کړي.
پر دې پروژې به ۳۵۰ ملیون ډالره ولګول شي. دا پیسې اسیايي پراختیايی بانک په غاړه اخیستي دي.