تاند – د ترکمنستان حکومت وویل چې د دغه هیواد ولسمشر قربانقُلي بیردي محمداوف نن /چهارشنبه/ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټېلفوني خبرو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

تریند خبري اژانس، چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو خبرونه زیات منعکسوي، وايي، د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د پروژې یا ټاپي په اړه جلا او ځانګړې خبرې وکړې.

د دې نللیکې د جوړولو ابتدايي کار د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیارلسمه په ترکمنستان کې پیل شو.

د دغه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږد پایپ لاین له لارې به ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز لېږدېدای شي.

تریند وايي چې د دې ټیلفوني مکالمې په لړ کې ولسمشر غني خپل ترکمن ساري ته د بیا ولسمشر غوره کېدو په خاطر مبارکي وویله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *