تاند- د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونو مسوولان وايي چې له هند او څو نورو هیوادونو وروسته د افغانستان او ترکیې ترمنځ هم د سوداګري راکړو ورکړو د پراختیا لپاره هوايي کوریدور یا دهلېز ایجادېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونو رييس عتیق الله نصرت په کابل کې د ترکیې د اقتصادي پلاوي له غړیو سره په یوه خبري غونډه کې وویل چې ترکیې ته د افغانستان د صادراتو د زیاتېدو لپاره به په یوه میاشت کې د دوو هیوادونو ترمنځ هوايي کوریدور رامنځته شي او افغان سوداګرو ته به موقع برابره شي چې په تورکیش ایرلان کې ترکیې ته مال صادر کړي.

د ترکیې د اقتصاد د مرستیال وزیر فاتح مُبین په مشرۍ د دغه هیواد اقتصادي پلاوي وویل چې افغانستان له دوی څخه غوښتي چې د افغان محصولاتو ګمرکي تعرفه کمه کړي او په نورو اقتصادي برخو کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي مُبین زیاته کړه«افغانستان زموږ له سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې په کرنې، انرژۍ، کانونو او ودانیزو برخو کې یې پانګونه وکړي.»

د ترکیې د اقتصاد مرستیال وزیر دا هم وویل چې دوی د افغانستان له حکومته غوښتي چې د خپلو هغو تولیداتو یو لیست ورکړي چې له ترکیې څخه د هغو د تعرفې د کمولو غوښتنه لري.

د پاکستان له لوري له خپلو ترانزیتي لارو د فشار په توګه بیا بیا کار اخیستل د دې سبب شو چې افغانستان متبادلو لارو ته پام واړوي.

د ایران چاه بهار بندر، د هند، ازبکستان او د منځنۍ اسیا د څو نورو هیوادونو هوايي کوریدورونو مرسته کړې چې د پاکستان پر لارو د افغانستان اتکا کمه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *