له هند، آذربایجان او قزاقستان وروسته بیا د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریز توکو د لېږد او را لېږد لپاره هوايي دهلیز پرانیستل شو او له همدې لارې د غبرګولي په لومړۍ نیټه په لومړي پرواز کې څه باندې څوارلس ټنه توکي له پلازمینې کابل څخه ترکیې ته واستول شول.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت چارواکي هیله من دي چې دا دهلیز به ترکیې ته د دوی صادرات کچه دوه برابره لوړه کړي او ورځ تربلې به دا لړۍ پراخه شي، چې له د دې دهلېزونو له لارې څخه به افغاني محصولات د نړۍ بېلابېلو ښارونو ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده چې قیمتې ډبرې، طبي بوټي، تازه او وچې مېوې هغه افغاني توکي دي چې ترکیې ته صادرېږي، خو وچه او تازه مېوه بیا د افغانستان د صادراتو یوه مهمه برخه جوړوي.

افغان چارواکو په اند، د افغانستان مرمر ډبرې د ترکیې ایزمیر ښار کې ډېر مېنه وال پيدا کړي او د دې ترڅنګ چرم او له پوستکي جوړ شوي افغاني توکي هم په ترکیه کې ښه مینه وال لري. ترکیه له افغانستان سره د کرنې، بریښنا، روغتیا او ودانیزو چارو کې مرسته کوي او له ودانیزو توکو نیولې تر درملو، جامو او فرنیچر پورې له ترکیې څخه افغانستان ته راوړل کېږي.

د سوداګرۍ سکتور چارواکي هوايي دهلیز ګټور ګڼي او ښه بېلګه یې د هوايي دهلیز له برکته هند ته د تازه میوو د صادراتو یوولس برابره زیاتوالی په ګوته کوي. د سوداګرۍ خونو د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۶ کال کې د صادراتو کچه د وړم کال په پرتله ۴۶ سلنه ډېره شوې وو. د صادراتو لپاره پوره اسانتیاوو ته اړتیا ده چې لاهم افغان سوداګر د صادراتو په برخه کې پوره اسانتیاوې نه لري چې د یخچالي خونو کموالی، د معیاري پکنګ نشتوالی او ځینو اړینو نړیوالو بازارونو ته نه لاسرسی د دې ستونزې بېلګې ګڼل کېږي.

افغان دولت ښودلې چې د صادراتو په برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړی دی او له خپله اړخه ورته هر ډول اسانتیا برابروي. د ولسمشر شعار دادی چې د افغانستان د صادراتو لوړول او هېواد په یوې سوداګریزې څلور لارې بدلول یې د سترو ارمانونو څخه دي.

جلالتمأب افغان ولسمشر محمد ا شرف غني له اړوندو اقتصادي ادارو څخه هېله کړې چې د افغانستان د صادراتو د زیاتیدا، د سوداګرۍ د پرمختګ، د اقتصاد د لوړیدا او د وارداتو د کمیدا په پار باید طرحې او پالیسۍ جوړې او د پلي کیدو لپاره یې دولتي اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړي.

د افغانستان سوداګرۍ په ځانګړي توګه ترانزیټي سوداګرۍ له ډېرو کلونو راپدیخوا د ګاونډیو هېوادونو له پلوه له سترو خنډونو سره مخامخ ده چې تل د دې هېوادونو له لورې په بېلابېلو پلمو اغېزمنېږي، او د هېواد اقتصاد ته هم درانه زیانونه اوړي.

نو له همدې کبله افغانستان ته پکار ده ترڅو د نورو لارو د موندلو په لټه کې شي او د ګاونډیو هېوادونو له لوري د خپلې اغېزمنتیا کچه راټیټه کړي. د افغان دولت مشران د حکومت له پیله په دې هڅه کې دي، ترڅو د سوداګرۍ توکي نړیوالو بازارونو ته ولیږدوي، خو اوس په دې وتوانیدل چې له هند او قزاقستان وروسته ترکیې سره هم هوایي دهلیز پرانیزې.

افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې وچې او ډیرۍ تازه میوې یې د نړۍ په کچه شهرت لري او د ښه خوند لرونکي دي، خو له وختونو راهیسې دا تازه او وچې میوې ډېره برخه یې پاکستان ته لیږدول کیږي او نورو هېوادونو ته یې صادریدل لږ دي. اوس چې له ګڼ شمېر هېوادونو سره هوایې دهلیزونه پرانیستل شول، د افغانستان بېلابېل کرنیز محصولات به د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته ولیږدول شي چې په دې سره به بزګران وهڅول شي، چې خپل محصولاتو ته پاملرنه ډیره کړي.

ورځ تر بلې دولت خپلې ژمنې بشپړوي او د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه کوي چې خپلو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي او د افغانستان محصولات له بېلابېلو لارو په وسیله نورو هېوادونو ته صادر کړي.

کابل او انقرې ترمنځ په داسې حال کې سوداګري پراختیا مومي چې تردې وړاندې افغانستان د هوا له لارې هندوستان، دوبې او قزاقستان ته خپل وچې او تازه مېوو لېږد پيل کړی وو.

حمیدالله فیضي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *