تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن /پنجشنبه/ په توکیو کې د جاپان د فوټبال له ملي ټیم سره مخامخ کېږي.
دا مسابقه د دغه خبر له خپرېدو یو ساعت وروسته، د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجې بیلېږي.
د افغانستان ټیم جاپان ته تر روانېدو په قطر کې پنځلس ورځې تمرین وکړ.