تاند- د زیمبابوې د کرکټ ملي ټیم به نن هڅه وکړي چې له افغانستان څخه دوهمه مسابقه هم وګټي.

زیمبابوې د جمعې په ورځ له افغانستانه لومړنۍ یو ورځینۍ مسابقه په شپږو ویکټونو وګټله.

د جمعې په مسابقه کې سین ویلیمز د زیمبابوې بری تضمین کړ ځکه چې نوموړي په ۶۵ توپونو ۷۰ منډې جوړې کړې.

د زیمبابوې دوو نورو لوبغاړو بریندان ټایلر او سکندر رضا ۴۳ او ۴۲ منډې وکړې.

افغانستان د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۲۳ منډې جوړې کړې وې.

ټاکل شوې ده چې افغانستان او زیمبابوې څلور مسابقې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *