تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن څلورمه یو ورځینۍ مسابقه پر زیمبابوې وبایلله.
په څلورو مسابقو کې لومړۍ دوې افغانستان او وروستۍ دوې زیمبابوې ګټلي دي. پنځمه مسابقه به د دې یو ورځنیو مسابقو د لړۍ ګټونکی معلوم کړي. پنځمه یو ورځینۍ مسابقه به د جنورۍ په شپږمه / چهارشنبه/ وي.
نن /دوشنبه/ د تېرو درو لوبو په شان پچه زیمبابوې وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۴۹ اوور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې ۲۲۶ منډې یې جوړې کړې وې.
په باولینګ یا توپ اچولو کې امیر حمزه په لسو اوورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۳۱ منډې یې ورکړې. دولت ځدراڼ ۳ لوبغاړي، میرویس اشرف ۲ لوبغاړي او راشید خان ۳ لوبغاړي وسوځول.
په بیټنګ یا توپ ویشتلو کې محمد شهزاد په ۷۲ توپونو ۴۵ منډې، حشمت الله شهیدي په ۶۷ توپونو ۳۱ منډې، دولت ځدراڼ په ۲۳ توپونو ۱۶ منډې( ونه سوځېد)، میرویس اشرف په ۲۷ توپونو ۱۸ منډې، راشید خان په ۱۴ توپونو ۱۰ منډې، او محمد نبي په ۱۹ توپونو ۱۱ منډې وکړې.
افغان لوبغاړي په ۴۵ اوور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۱۶۱ منډې کړې وې. په دې توګه دا مسابقه زیمبابوې په ۶۵ منډو وګټله.
د افغانستان او زیمبابوې ټیمونه به دوې ۲۰ اووریزې سیالۍ هم وکړي.