په دې مسابقه کې د افغانستان تر ټولو کمزورې برخه فیلډینګ و. کیپتان اصغر ستانکزي هم ومنله چې که د فیلډ په برخه کې یې مسونه یا تېروتنې نه وای کړې ښايي د لوبې نتیجه بل څه وای.

سریلانکار بیټنګ کوي
افغان باولران:دولت ځدراڼ، حمید حسن، کریم صادق. محمد نبي، راشد خان
منډې:155
اوورونه:18/5
سوځېدلي: 4
—————————————
سریلانکا په 11 توبونو 6 منډو ته اړتیا لري.
سریلانکا په 13 توبونو 14 منډو ته اړتیا لري.
سریلانکا په ۲۲ توبونو ۳۳ منډو ته اړتیا لري.
سریلانکا په 27 توپونو 39 منډو ته اړتیا لري.
د سریلاکا تکړه لوبغاړی د محمد نبي له لوري وسوځول شو.
سریلانکا په ۳۰ توپونو ۴۱ منډو ته اړتیا لري.
د افغان لوبغاړو د فیلډینګ د کمزورتیا له کبله لږترلږه ۳ څلوریزې سریلانکا ترلاسه کړې.
تر دې دمه د افغانستان باولینګ
دوهم سریلانکايي لوبغاړی د راشد خان له لوري وسوځول شو
محمد نبي سریلانکايي لوبغاړی وسوځاوه. چاندي مل د سریلانکا لپاره په ۱۸ توپونو ۱۷ منډې وکړې.
پر دولت ځدراڼ دوې سر په سر شپږیزې ووهل شوې
په دوهم اوور کې حمید حسن یوازې ۲ منډې ورکړې
کریم صادق په ۴ توپونو ۱۰ منډې ورکړې.
د افغانستان بیټنګ
لوبغاړي: ;دولت ځدراڼ او نجیب الله ځدراڼ
منډې: 153
اوورونه: 20
سوځېدلي: 7 (شهزاد، نور علي ځدراڼکریم صادق او محمد نبي، سکیع شینواری، شفق او ستاکزی وسوځېدل)
—————————————————————
د شهزاد او محمد نبي ژر ژر سوځېدو د افغانانو هیلې مړاوې کړې خو په پای کې د افغان لوبغاړو منډې تر توقع زیاتې شوې. تمه ده چې باولران به سریلانکا د دغه هدف پوره کولو ته پرېنږدي. د سریلانکا لوبغاړي د لومړي اننګز په وروستیو کې خوابدي ښکارېدل.
نجیب الله ځدراڼ په ۳ توپونو ۱۲ منډې وکړې. ده ۱ شپږیزه او یوه څلوریزه ووهله.
دولت ځدراڼ په ۳ توپونو ۵ منډې وکړدې او دواړه تر پایه ونه سوځېدل.
ستانکزی ډېره ښه لوبه وکړه. ده په ۴۷ توپونو ۶۲ منډې وکړې.
دولت ځدراڼ راووت
د افغانستان د منډو اوسط نژدې ۷ دی.
د سمیع الله شینواري پر ځای شفیق الله راووت
سمیع شینواري په ۲۲ توپونو ۳۱ منډې وکړې. ده ۳ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې.
دا په روانه لوبه کې د افغانستان لومړنۍ شپږیزه وه
ستانکزی شپږیزه او ورپسې ځلوریزه ووهله
سمیع الله شینواري څلوریزه ووهله
د محمد نبي سوځېدا د افغانستان ټیم ته لوی ګوزار و.
سره له دې چې اکثره کرکټ شنونکي وايي، صادق باید نور متقاعد شي خو څرګنده نه ده چې کرکټ بورډ کې په کومه پایه بیا بیا مسابقو ته راایستل کېطږي.
کریم صادق له توقع سره سم ژر وسوځېد
اصغر په ۱۴ توپونو ۱۲ منډې کړي.
کریم صادق په ۵ توپونه هیڅ نه دي کړي.
د افغانستان د منډو اوسط ټیټ شو. اوس ۵ اعشاریه صفر دی.
کریم صادق له اصغر سره بیټنګ کوي.
نورعلي ځدراڼ وسوځېد
نور علي ځدړاڼ په ۱۹ توپونو ۲۰ منډې کړي
د منډو اوسط تر ۶ واوښت
نور علي ځدراڼ درېمه څلوریزه ووهله.
د افغانستان د منډو اوسط ۵ اعشاریه ۵۵ دی
نور علي ځدراڼ په ۹ توپونو ۱۰ منډې کړي
شهزاد په ۱۲ توپونو ۸ منډې جوړې کړای شوې.
شهزاد وسوخېد
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي ټیمونه په څو شېبو کې مخامخ کېږي
پچه افغانستان وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي
تاند- د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په دوهم پړاو یا د لسو غوره لوبډلیو د سیالیو په دوام کې په څو شېبو کې د افغانستان او سریلانکا ټیمونه مخامخ کېږي.
سریلانکا، چې تېر ځل یې د شل اوریزو سیالیو د اتلولۍ کپ ګټلی و، د اتلولۍ دفاع کوي.
خو افغان لوبغاړي له دې کبله چې وروستۍ ۵ مسابقې یې پر له پسې ګټلي، په ښه روحیه میدان ته راوځي.
افغانستان د نړیوال شل اوریز جام په لومړي پړاو کې سکاټلند، هانګ کانګ او زیمبابوې ته په لوی توبیر ماته ورکړه.
د کرکټ شنونکي وايي، د سریلانکا ټیم هغسي پیاوړی نه دی چې د تېرو اتلولیو په مهال و. د دوی په باور دا لوبډله په بیلانس یا انډول کې لویه ساونزه لري.
د دوی په وینا سریلانکا سږ کال (۲۰۱۶) ۹ شل اوریزې مسابقې کړي چې د هغو په منځ کې یې یوازې ۲ ګټلي دي.
خو سریلانکا به نن نهايي هڅه وکړي چې افغانستان ته ماتې ورکړي ځکه چې دوی پوهېږي چې که له افغانستانه یې سیالي ونه ګټله، نورې مسابقې هم نه شي ګټلی.
د دې مسابقې شېبه په شېبه حال په همدې ځای کې خپرېږي.