تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن /دوشنبه/ د بنګله دېش په میرپور کې د روان اسیايي کپ (ټورنمنټ) تر ټولو له غښتلي ټیم سریلانکا سره مخامخ کېږي.
د نړۍ خبري رسنۍ وايي چې بنګله دېش ته له ماتې ورکولو وروسته به افغان لوبغاړي په ښه روحیه او د بري د ترلاسه کولو په هدف میدان ته راووځي او سریلانکا به هم افغانستان ته د یوه کمزوري او بې تجربې ټیم په سترګه ونه ګوري ځکه چې افغانستان کوربه هیواد بنګله دېش مات کړ او نژدې و چې پاکستان ته هم ماتې ورکړي.
سره له دې چې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله د لومړی درجه ټیمونو په اسیايی سیالیو کې ګډون کوي خو د افغان لوبغاړو تېرو دوو مسابقو، ګټلو او بایللو ته له پامه پرته، ثابته کړه چې افغان لوبغاړي د دې مستحق دي چې په اول درجه ټیمونو کې حساب شي.
د افغانستان د کرکټ ټیم کوچ یا روزونکي کبیر خان سریلانکا، او هند ته مخکې تر مخکې خبرداری ورکړی دی.
کبیر خان ویلي چې د دې جام د ګټلو لپاره نه دی راغلی خو افغان لوبغاړي به په روان ټورنمنټ کې یوه یا دوې لوبې خامخا ګټي.
بنګله دېش ته ماتې په نړیواله درجه بندۍ یا رینکینګ کې په ۳۲ امتیازونو یا پواینټونو د افغانستان مقام دوولسم ته لوړ کړ. اوس افغانستان له یوولسم یعني آیرلنډ څخه ډېر لږ شاته دی.