تاند- د هند، روسیې، چین، امریکا، ایران، امریکا جمع افغانستان (G6+1) په ګډون یوه نوې ډله جوړه شوې څو د افغانستان د سولې له خبرو سره مرسته وکړي.

د ایران ایرنا خبري اژانس د جمعې په ورځ /فبروري۲۶/ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په قول وویل چې دا نوې ډله د افغانستان په غوښتنه په برلین کې د افغانستان په اړه د تماس د نړیوال ګروپ د غونډې په څنګ کې جوړه شوه.

ښاغلي اتمر وویل چې د دې ډلې مشري به د افغانستان په غاړه وي.

ده وویل چې د جي ۶ جمع افغانستان هدف له تروریزم سره په ګډه مبارزه، په افغانستان او ټوله سیمه کې کې د امنیت له ښه کېدا سره مرسته ده.

اتمر په عین حال کې وویل چې د جي ۶ جمع ۱ هدف دا نه دی چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیز ګروپ ځای ونیسي. د اتمر په وینا د څلوراړخیز ګروپ دنده دا ده چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته وکړي.

ایران، روسیې او هند مخکې ویلي و چې د افغانستان په سوله کې رول لوبولو ته تیار دي او دوی هم لېواله دي چې په څلوراړخیز ګروپ کې شامل وي.

3 thoughts on “د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره ۶ جمع ۱ ډله جوړه شوه”
  1. هسې دخلکوتیرایستل دي جګړو ته لاره هواروي. جنګ امریکې شروع کړیدی امریکا یې درولی شي که امریکا وغواړي په ټوله نړۍ کې به سوله راشي ځکه چې سوله پخپله امریکې له منځه وړي ده

  2. هو جنګ آمريکاه شروع کړئ دۍ آمريکاه نه غواړي چه داجنګ پائ ته ورسوي آمريکاه زياته سرمايه ددې جنګ لپاره او زيات تپ وتلاش ئې کړۍدۍ چه دا جنګ شعله ور وساتي چه په تدريج سره ځان هدف ته چه همدا روسيه ،چين،هند او ايران دئ ورنژدې کړي.آمريکاه پلان لري چه ۵۰ کاله دآفغانستان جنګ نور هم اوږد کړي
    روسيه ، هند ، چين او ايران پدي پوهيږي چه جنګ په آفغانستان کي په څه خاطر دۍ اودوئ واقعاغواړي چه دآمريکاه پښې ددې منطقې څخه سپکي کړي او دمنطقي اقتصادي حالت په خپله نفع وڅرخوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *